د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د غزني له ښار څخه طالبان ایستل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې تیره شپه په غزني ښار کې د کومانډو او هوايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، وسله‌وال طالبان له دغه ښار څخه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشر او ویاند احمد غفور جاوید امریکا غږ – اشنا ته وویل، چې اوسمهال افغان ځواکونه د غزني پر ښار بشپړ کنترول لري او خلکو خپل عادي ژوند پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه "د غزني ښار د کورنیو او بهرنیو تروریستانو له موجودیت څخه پاک شوی دی، چې زیات شمیر یې وژل شوي او پاتې له ښار څخه بهر شړل شوي، اوسمهال کومانډو ځواکونه د غزني له ښار څخه بهر په مختلفو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي".

د دفاع وزارت د ویاند پر وینا په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۳۵۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

هغه دغه راز وویل، د افغان ځواکونو ۱۰۰ تنه منسوبین، چې ۷۰ پولیس او ۳۰ تنه د ملي اردو سرتیري په کې شامل دي، د غزني په جګړه کې وژل شوي.

ښاغلي جاوید زیاته کړه، چې د غزني له ښار څخه بهر د امنیتي ګواښونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د غزني ښار د افغان ځواکونو تر بشپړ کنترول لاندې راغلی دی او په دغې جګړه کې دواړو خواو او ملکي وګړو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي رحیمي په دې اړه کره شمیره څرګنده نه کړه، خو د غزني والي وحید‌الله کلیمزي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د دولت شاوخوا ۴۰۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه، چې طالبانو په غزني ښار کې ماتې خوړلې او اوسمهال د افغان ځواکونو په وړاندې هیڅ ډول مقاومت نه ښيي.

د غزني والي وویل "همدا اوس ګډ امنیتي او دفاعي ځواکونه د غزني ښار په څلورو خواو کې د وسله‌والو مخالفینو له حضور څخه د سیمو په تصفیې او تلاشۍ بوخت دي او د ښار وضعیت په نورماله حالت کې دی".

خو وسله‌وال طالبان وايي، چې لا هم د غزني په ښار کې حضور لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د غزني ښار نیول شوې سیمې لا هم د دغې ډلې د وسله‌والو په کنترول کې دي او افغان ځواکونو په کې پرمختګ نه دی کړی.

خو د غزني ښار اوسیدونکي وايي، چې د تیرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې په دغه ښار کې د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي.

د احمد‌الله په نوم د سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د غزني ښار د نوآباد، قلعه نو او قلعه شاده سیمو کې بازار پرانیستل شوی او عام خلک په کې تګ راتګ کوي.

جګړه کې ملکي تلفات

په غزني ښار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ څلور ورځنۍ جګړه کې، د ښار اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت په دغې جګړه کې د ۳۰ نه نیولې تر ۴۰ ملکي افغانانو وژل کیدل تائیدوي خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د غزني په جګړه کې له ۱۱۰ نیولې تر ۱۵۰ ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي دي.

اوچا په یو ریپوټ کې ویلي، چې په دغې جګړه کې ۲۰ تنه ټپي شوي ملکي افغانان د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.

په غزني کې د ملکي تلفاتو دغه شمیره تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نه ده تائید کړې او دا معلومات هم نشته، چې دغه شمیر ملکیانو ته د طالبانو که د افغان ځواکونو په بریدونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اوچا دغه راز ویلي، چې اوسمهال په غزني ښار کې د خوراکي موادو او اوبو بیه خورا لوړه ده.

د دغې ادارې د ریپوټ پر بنسټ په غزني ښار کې د بریښنا د پرې کیدو له امله کورنۍ د اوبو له کموالي سره مخ دي خو د ښار په ځینو برخو کې مخابراتي شبکو محدود فعالیت پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG