د لاس رسي وړ اتصالات

د مودي ګوند د هند په عمومي انتخاباتو کې غوڅ اکثریت ترلاسه نکړ


مودي په ټاکنو کې خپله بریا نمانځي
مودي په ټاکنو کې خپله بریا نمانځي

د هند د صدراعظم نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند چې د هند په عمومي ټاکنو کې یې ونشو کړای اکثریت رایې ترلاسه کړي، نن د چهارشنبې په ورځ جون پنځمه (غبرګولي ۱۶) یې د حکومت د جوړولو لپاره له مهمو متحدینو سره خبرې پیل کړې.

د مودي د ښي اړخي بهارتیا جنتا ګوند د حیرانونکې ماتې یوه ورځ وروسته، ددې ګوند د مختلفو سیاسي اړخونو مشرانو د خپل دریځ او خپل ایتلاف د پیاوړي کولو لپاره هڅې کولې.

د سه شنبې په ورځ د ټاکنو د پایلو اعلان د هند د شپږ اونیزو ټاکنو په جریان کې هغه باور برعکس کړ چې ګویا په هندو متمرکز د مودي ملتپاله اجنډا به ددې سبب شي چې هغه قاطع اکثریت وګټي. مودي اوس د تمې برخلاف د درېیمې دورې لپاره د صدراعظم په توګه د ټاکل کیدو له احتمال سره مخامخ دی.

د مودي د ژوندانه د تاریخچې لیکونکی، نیلانجان مخوپاډیا وویل: "دا وضعیت به مودي دې ته اړ کړي چې د نورو نظرونو ته پام وکړي او موږ به ډیرې ډموکراسي او سالم پارلمان شاهد اوسو... موږ باید د یو نوی مودي شاهد اوسو."

د مودي بهارتیا جنتا ګوند په پارلمان کې هغه مطلق اکثریت له لاسه ورکړ چې مودي د صدراعظم په توګه په تیرو دوو دورو کې ترې برخورداره و، خو تمه کیږي چې دا ګوند د یو داسې حکومت په جوړولو بریالی شي په هغه کې د ایتلاف او د کوچنیو ګوندونو مشري وکړي.

د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د لویدیځ بنګال له ایالت څخه چې د اپوزیسیون تر اغیز لاندې دی، په خپل لومړي مخ لیکلي، "هند مودي پرې کړ".

په داسې حال کې چې تر اوسه په هند کې حکومت نه دی جوړ شوی، د هند سیال هیواد چین د ټاکنو د پایلو د اعلان له امله مودي ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې له ګاونډي هېواد سره کار ته چمتو دی، په داسې حال کې چې جاپان هم د دغه هېواد د "واکمن ایتلاف" د بریا ستاینه کړې ده.

مودي چې ۷۳ کلن دی د سه شنبې په شپه یې ټینګار وکړ چې د ټاکنو پایلې د هغه لپاره بریا ده، چې هغه ته ډاډ ورکوي چې هغه خپلې اجنډا ته دوام ورکولی شي او د هغه هندو مذهبه پلویان په ټول هند کې پایلي نماځي

مودي د سه شنبې په شپه په نوي ډیلي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل: "زموږ دریم پړاو به د لویو پریکړو څخه وي او دا هیواد به د پرمختګ یو نوی فصل ولیکي."

د بهارتیا جنتا ګوند وکولای شول په پارلمان کې ۲۴۰ څوکۍ وګټي، چې دا شمیره د پنځه کاله وړاندې انتخاباتو په پرتله ۳۲ څوکۍ کمه ده چې ۳۰۳ څوکۍ یې لرلې.

د کانګریس ګوند، چې د مودي د اصلي مخالف ګوند په سترګه کتل کیږي په یو غیر معمول بیرته راستنیدو کې ۹۹ څوکۍ وګټلې، چې د ۲۰۱۹ د ټاکنو په پرتله دوه چنده دي.

د کانګرس د ګوند مشر راهول ګاندي د ټاکنو له پایلو وروسته خبریالانو ته وویل: "دې هیواد مودي ته وویل چې موږ تاسو نه غواړو،" هغه زیاته کړه چې خلکو "سم ځواب ورکړ."

دوو نورو کلیدي ګوندونو، دیسام ګوند او جنتا دال متحد ګوند په ګډه ۲۸ څوکۍ ګټلي او ویلي یې دي چې د مودي د ایتلاف ملاتړ کوي.

د هند د عمومي انتخاباتو نتیجې په داسې حال کې اعلان شوې چې په دغه هیواد کې مسلمان اقلیت د خپل راتلونکي او د دغه سیکولر هیواد په اساسي قانون کې د خپلې ټولنې د مقام په اړه اندیښمن دي. مودي د خپل کمپاین پر مهال څو څو ځله د مسلمانانو په اړه جنجالي څرګندونې کړي او هغوی یې "نفوذي" بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG