د لاس رسي وړ اتصالات

مودي: هند کولای شي پاکستان ته په "١٠ ورځو" کې ماتې ورکړي


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې هند ددې توان لري چې په هر ډول نوې جگړه کې پاکستان په لسو ورځو"له خارو سره برابر" کړي.

د اټومي قدرت لرونکو گاونډیانو هند او پاکستان درې ځلې جگړه کړې ده او وروستی ځل د تیر کال په فبرورۍ میاشت کې په کشمیر کې پر هندي قواو باندې د برید وروسته نژدې وو چې د څلورم ځل لپاره سره ونښلي.

ښاغلی مودي د هیواد د تابعیت د نوي قانون پر ضد د څو اونیزو اعتراضونو، ورو اقتصادي ودې او په نوي ډهلي د راتلونکې میاشتې په انتخاباتو کې د ممکنې ماتې په اړه د وړاندوینو په وجه تر فشار لاندې دی.

د هند صدراعظم د سه شنبې په ورځ جنورۍ ٢٨ په نوي ډهلي کې یوې پوځي غونډې ته په وینا کې وویل چې: "پاکستان درې ځلې جگړه بایللې، زموږ وسله وال ځواکونه به له یوې اوونۍ څخه تر لسو ورځو زیات وخت ته اړتیا ونلري چې پاکستان له منځه یوسي".

پاکستان د هند د صدراعظم نریندرا مودي دا څرګندونې له تشدده ډکې بللي او د هغه وینا یې غیرمسؤلانه او جگړه هڅونکې" گڼلې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د پاکستان په وړاندې د هند "ناعلاجه روحي تکلیف" په ډاگه کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې نریندرا مودي په خپله وینا کې پاکستان پدې تورن کړی چې د څو لسیزو راهیسې په کشمیر کې د هند پر ضد نیابتي جگړه پرمخ بیایي او په زرگونو خلک او پوځیان یې وژلي دي.

د بریتانیا څخه د خپلواکۍ د اخیستلو راپدیخوا او د هند او پاکستان د جلا کیدو راهسیې کشمیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ویشل شوی دی. د ویشل شوي کشمیر په پوله تل ددغو دوو گاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته کیږي.

XS
SM
MD
LG