د لاس رسي وړ اتصالات

رابرت موگابی په کور کې نظربند دی


د زیمبابوې د ولسمشر میرمن گریس موگابې له رابرت موگابې سره د سپتمبر په اوله په ٢٠١٧ کال کې لیدل کېږي.

د زیمبابوې پوځ نن د چارشنبی په ورځ وویل چې ولسمشر موگابې او دهغه میرمن ېې نیولی دي. رابرټ موګابې له ۱۹۸۰ کال نه راپدې خوا د ٣٧ کلونو لپاره د زیمباوي واکمن و.

د زیمبابوې پوځ نن د چارشنبی په ورځ وویل چې ولسمشر موگابې او دهغه میرمن ېې نیولي دي او د حکومت پر دفترونو ېې هم قبضه کړېده او عسکر د پایتخت پرسړکونو گزمې کوي.

رابرټ موګابې له ۱۹۸۰ کال نه راپدې خوا پر زیمباوي واکمن و. په زیمبابوي کې د مخکښ سیاسي مخالف گوند مشر د اردو دا کار پوځي کودتا بللې ده. هغه د یوېې انتقالي ادارې د جوړېدو غږ کړی دی.

د پوځ پلویانو دغه په اصطلاح سپینه کودتا ستایلې ده. د پاېتخت هرارې مهم نقاط د پوځ په کنترول کې دي. د زیمبابوې د پوځ ویاند وویل دوی په هغو کسانو تمرکز کوي چې غواړی جنجال او خرابي منځته راولي.

تورن جنرال ایس بي مایو د زیمبابوې د دفاع وزارت ویاند وویل: موږ یوازې دهغه شاو خواته جنایتکاران په نښه کوو. هغه کسان چی جرایم ترسره کوي او په هېواد کې ټولنیز او اقتصادي کړاوونه منځته راولي. موږ غواړو هغوی د عدالت منگولو ته وسپارو. څومره ژر چې موږ خپل ماموریت سرته ورسوو، هماغومره ژر به حالات بیرته عادي شي.

داڅرگنده نده چی ٩٣ کلن موگابې او دهغه میرمن چیرته دي خو جنرال مایو وویل چې د هغوی امنیت تضمین دی.

له دغه اعلان نه وروسته د عینی شاهدانو رپوټ وايي چې لږ تر لږ درې چاودنې وشوې او د ټوپکو سختې ډزې د زیمبابوې په پاېتخت هرارې کې نن سهار دوخته واورېدل شوې.

نظامي موټرونه او عسکر د زیمبابوې پرسړکونو لیدل کیږي او د هېواد د دولتی خپرونو مرکز یې نیولی دی.

لومور چینوپوتسا د مخالف گوند دځوانانو د ملی څانگی مشر وویل: دا د خپگان خبره ده، خو ترکومه چې زه فکر کوم د زیمبابوې خلک خوشال دي ځکه لږ تر لږ دېوې کورنۍ دوره چې د رابرت موگابې او دهغه د میرمن په واسطه ورته تبلیغ کېده پایته رسیږي.

د زیمبابوې حاکم گوند عسکری قواو وروسته له هغه نه په خیانت تورنی کړلې چی هغوی گواښ وکړ چی په سیاسی چارو کې مداخله وکړی.

دا اوسنی جنجال وروسته له هغه نه را پېدا شو چی موگابې خپل مرستیال ایمرسن مننگاگوا په دې تورن کړ چی دقدرت د نیولو هڅې کوي او له کار نه ېې برطرف کړ. دامریکا سفارت امریکايي ا تباعو ته د ویب سایټ له لارې خبرداری ورکړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، او له کورنه کار وکړی.

چین نن د چارشنبی په روځ وویل چی تیره اونۍ د زیمبابوې د مشر جنرال کونستنتیتو سفر چین ته یو عادي سفر و. چین داخبره نن وروسته له هغه نه وکړله چی د زمببابوې پوځ په دغه هېوا دکې قدرت ونیو.

XS
SM
MD
LG