د لاس رسي وړ اتصالات

موګادېشو کې موټر بم چاودنو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د راپورنو له مخې د سومالیا په پایتخت موګادېشو کې د دوو موټر بم چاودنو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رویټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د سومالیا د ولسمشر حسن شېخ محمد له قوله ویلي چې په دغه چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سومالیا د چارواکو په وینا لومړۍ چاودنه د شنبې په ورځ د دغه هیواد په پلازمېنه موګادیشو کې د پوهنې وزارت مخته د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې رامنځته شوې او دوهمه چاودنه بیا هغه مهال رامنځته شوې چې امبولانسونو ټپیان روغتونونو ته انتقالول.

د سومالیا ولسمشر ویلي: "زموږ هیوادوال چې قتل عام شوي ... هغه میندې چې خپل ماشومان یې په غېږ کې و. پلرونه چې روغتیايي شرایط یې لرل، زده کوونکي چې زده کړو ته لېږل شوي او سوداګر چې د خپلو کورنیو د اړتیاو پوره کولو سره یې مبارزه کوله شامل دي."

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، د سومالیا ولسمشر د دغه چاودنو مسؤلیت پر الشباب وسله والې ډلې باندې اچولی دی.

د راپورنو له مخې د چاودنو له امله د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د دغه هیواد په بل مرکزي ښار «بلد وین» کې هم په دریو موټر بمب بریدونو کې لږ تر ۲۰ تنه وژل شوي و او ۳۶ نور ژوبل شوي و.

د دغو بریدونو مسئولیت د الشباب ډلې اخیستی و. دا ډله، چې د القاعده سره تړلې ده، له شاوخوا ۱۵ کالونو راهېسې د سومالیا له حکومت سره په جګړې بوخت ده.

XS
SM
MD
LG