د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاده محمد بن سلمان متحده عربي اماراتو ته تللی


د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل په اړه د غبرگونونو نه وروسته په لمړي ځل متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی

شهزاده سلمان به د همدې میاشتې په اخیره کې د شلو اقتصادي قدرتمندو هیوادونو یا جي-شل په غونډه کې هم گډون کوي.

په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې شپږ اونۍ کیږي، خو لا اوس هم په هغه د مختلفو ملکونو د مشرانو او د بشري حقونو د فعالینو نیوکې روانې دي.

وژل شوی خبریال جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان یو ستر انتقاد کونکی گڼل کیده. د هغه د وژنې وروسته د غربي ملکونو او سعودي اړیکې یو څه خرابې شویدي.

سعودي رسنۍ لیکي چې پاچا سلمان ولیعهد محمد بن سلمان متحده عربي اماراتو ته په دغې غونډې کې د گډون لپاره لیږلی دی.

د عربي اماراتو ولیعهد محمد بن زیدالنیهان هغه ته هرکلې وویلو. داسې ویل کیږي چې دغه دواړه نژدی ملگري دي.

محمد بن زید د سعودي د ولیعهد د سفر په اړه په خپل ټویټر ولیکل "مونږ پخپلو ژورو او تاریخي اړیکو ویاړو او زمونږ ملکونه به د یو بل سره نژدې همکاري او د یو بل ملاتړ کوي. متحده امارات به مدام د سعودي وروڼو خپل کور وي. "

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سعودي عربستان په اړه په خپلو وروستیو ویناگانو کې په کلکه د دغه ملک ملاتړ کړیدی.

XS
SM
MD
LG