د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقجي قتل شهزاده سلمان ته کورنۍ ستونزه پیدا کړې


په سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ ځینې غړي په ترکیې کې د خبریال د قتل له کبله د ولیعهد محمد بن سلمان ضد شویدي.

رویټرز د سعودي شاهي کورنۍ ته د نژدې سرچینو له قوله لیکي چې په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې له کبله د شاهي کورنۍ ځینې غړي اوس د محمد بن سلمان ضد شویدي.

رپورټ لیکي چې په شاهي کورنۍ کې ځینې کسان دا نه غواړي چې شهزاده سلمان دې د سعودي راتلونکی پاچا شي خو هغوي د پاچا سلمان په ژوندانه کوم اقدام نشي اخیستې. د سعودي کورنۍ دغه ناراضه غړي غواړي چې د پاچا سلمان کشر ورور احمد بن عبدالعزیز د پاچا د مرگ وروسته د هغه د ځاې ناستې په توگه وټاکي.

د یادونې وړ ده چې احمد بن عبدالعزیز د پاچا بواځېنې ژوندی ورور دی او هغه ۴٠ کاله د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر و.

شهزاده احمد د هغو دریو کسانو نه یو دی چې په ٢٠١٧ کال کې یې د محمد بن سلمان د ولیعهد په توگه د ټاکل کیدو د پریکړې سره مخالفت څرگند کړی و.

رپورټ لیکي چې شهزاده احمد به د سعودي شاهي کورنۍ د ځینو غړیو برسیره د ځینو غربي هیوادونو ملاتړ هم ولري.

د امریکا چارواکو سعودي مشاورینو ته دا اشاره هم ورکړیده چې هغوي به د شهزاده احمد د پاچا سلمان د ځای ناستې پرځاې د ټاکلو ملاتړ وکړي.

شهزاده محمد بن سلمان د هغې نه وروسته د نړیوالو د نیوکو سره مخ دی چې په ترکیې کې د سعودي خبریال خاشقجي ووژل شو. سي آي ای هم په خپل رپورټ کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل مسول بللی دی.

XS
SM
MD
LG