د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د سولې واک له افغان مشرانو سره دی


له طالبانو سره د سولې د خبرو د ګړندي کیدلو په درشل کې د ولسمشر غني امنیتي سلاکار د افغانستان د سیاسي جوړښت په خپلواکۍ او ساتنې ټینګار کړی دی.

حمدالله محب پر ټویټر لیکلي چې د سولې د تړون واک د افغانستان د ملي يووالي د حکومت د مشرانو سره دی. د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار دغه راز لیکلي چې د هیواد د سیاسي جوړښت او حکومتدارې په اړه پریکړه کول د افغانانو واک دی او بل هیچا او هیڅ هیواد پورې اړه نلري.

د محب له دغو ټویټونو څو ساعته وړاندې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په کابل کې افغان مشرانو ته په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره د خپلو پټو خبرو حال ورکړ. ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره خبرې ګټورې بللي.

طالبان چې افغان حکومت سره د سولې خبرې ردوي، له افغانستان نه د امریکايي پوځيانو وتل غواړي او وايي پدې هکله یوازې له امریکا سره خبرو ته کښیني.

بل لور ته افغان حکومت د سولې د عالي شورا سربیره، د سولې مشورتي ډله جوړه کړې او وايي د خبرو له لارې د روانې جګړې د ختمولو لپاره طالبان باید له افغان چارواکو سره هوکړې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG