د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: ۱۵ زورواکو دغه وزارت ته مراجعه کړې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۵ زورواکي چې د دغه وزارت په دوهم خپور شوي لیست کې شامل دي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست ته مراجعه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په دویم لیست کې ۱۶ تنه شامل دي، چې اکثره یې پېژندل شوې څيرې دي او د کورنیو چارو وزارت له خوا د ځمکو په غصب، له غیرمسوله وسله‌والو کسانو ملاتړ، له خلکو څخه په زور د پيسو اخیستل او قاچاق تورن شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل "دویم لست د زورواکو او غیر‌مسوله وسله‌والو وو، چې شمیر یې ۱۶ تنو ته رسیږي، له یو کس پرته چې فراري دی، نور ټول یې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست ته راغلي دي".

د کورنیو چارو زوارت دغه راز د سې‌شنبې په ورځ (مرغومې/جدي ۱۵مه) په جنايي جرمونو کې د ښکېلو ۱۶ نورو کسانو د نومونو بل لیست هم خپور کړ.

په شاوخوا لسو ورځو کې په جنايي جرمونو کې د ښکېلو کسانو په اړه دا درېیم لیست دی چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپرېږي.

ښاغلي رحیمي وویل، په درېیم لیست کې شاملو کسانو ته وخت ورکړل شوی، چې ژر تر ژره د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

په دغه لیست کې هم یو شمیر پیژندل شوې څيرې شاملې دي، چې د غیرقانوني وسلو په درلودلو، د ځمکې غصب، له پوځي تجهیزاتو څخه په استفادې، د غیرمسوله وسله‌والو په درلودلو او یو شمیر نورو جرمونو تورن شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت لومړني لیست کې ۲۰۰ کسان شامل وو، چې د کورنیو چارو وزارت پر وینا، کابل ښار په اکثرو جرمونو او ناامنیو کې یې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، چې په لومړي لیست کې اکثره شامل کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او یا په خپله حکومت ته تسلیم شوي دي، خو نوموړي زیاته کړه چې یو شمیر یې د پولیسو د عملیاتو پر مهال له سیمې تښتېدلي دي.

د غه وزارت وايي، چې د دغو اقداماتو له ترسره کولو وروسته په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG