د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت د موټرونو باډیو کې د ساتونکو کېنول بند کړل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر دې وروسته هېڅ غیر دولتي کس حق نه‌لري چې د خپلو موټرو په باډیو کې خپل ساتونکي‌ ولېږدوي.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، او ملي امنیت ریاست له منسوبینو پرته ټولو غیر دولتي‌ کسانو ته په «جدیت» او «وضاحت» خبر ورکول کېږي، چې: د خپلو پیکپو، ډاډسنو، هایلکسو، او یا هم نورو هر ډول موټرونو په باډیو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوي."

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دغه اقدام کوي چې په افغانستان کې یو شمېر کسان د شخصي امنیت په خاطر د خپلو تعقیبي موټرورنو په باډیو کې خپل ساتونکي کېنولي وي.

د غه وزارت همدارنګه ویلي چې له امنیتي او دفاعي ارګانونو پرته هېڅ څوک د خپل امنیت په خاطر په ښار او کورونو کې د نیمه درنو وسلو«راکټ، پیکا او هشکې» د ګرځولو او ساتلو حق نه لري.

په افغانستان کې د شخصي وسلو ګرځول او ساتل له لویو ستونزو ګڼل کېږي چې اکثره وخت یو شمېر افغانان د ځینو ځانګړ مراسمو پر مهال هوايي ډزې هم کوي چې د خلکو د ځورونې لامل هم ګرځېدلي دي.

صالح: ټول منسوبین دې د سولې په اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړي

د کورنیو چارو وزارت په کارکوونکو نوي بندیزونه

د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې د عامه نظم رامنځته کولو په هدف یو لړ ګامونه پورته کړي و چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي و.

په ورته وخت کې خلک له کورنیو چارو وزارت څخه په دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG