د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ ١٧ پولیس نادرکه دي


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل د بدخشان د وردوج د صوفیانو په کلي کې په امنیتي پوستو دوه ورځې مخکې طالبانو بریدونه کړي، اوولس امنیتي پرسونل نادرکه دی خو د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې له تېرو څلورویشتو ساعتونو راهېسې د وردوج په کلیو او په ځانګړي توګه د صوفیانو په کلي کې تصفیوي عملیات روان دي.

ښاغلی صدیقي وايي، له پلازمینې کابل هم لوړ پوړي امنیتي چارواکي سیمې ته رسېدلي، عسکر هم ورلېږل شوي ترڅو د وردوج کلي له وسله والو مخالفینو پاک کړي.

هغه وویل ‪"‬په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ وسله والو مخالفین وژل شوي، مونږ هم درې پولیس له لاسه ورکړي دي او شپږ نور ټپيان دي.‪"‬

ښاغلی صدیقي وايي، تېر کال د وردوج له بېرته نېولو وروسته دغلته شپږ سوه پولیس ځای په ځای شوي وو.

تېر کال هم وسله والو مخالفینو د بدخشان په وردوج بریدونه کړي وو، او دغه ولسوالۍ یې نېولې وه، د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ولسوالۍ په ستراتیژیک موقعیت ده او مخالفین یې د نېولو هڅې کوي.

داعش په افغانستان کې

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په افغانستان کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت یا داعش پورې تړلي د ګروپونو شتون رد کړ وې ویل چې هیڅ داسې کړۍ نشته چې له دغې ډلې سره په تماس کې وي.

صدیق صدیقي وویل ‪"‬په افغانستان کې تراوسه داسې نښې او نښانې نه وینو، چې د داعش له ګروپ سره کوم تړاوو، دوی ولري، هېله مو هم دا ده چې داسې کسان به نه وي، چې د داسې یو ګروپ سره چې د اسلام په بدنامۍ کار کوي، دوی روابط ولري، دا کاملا رودو. دا افغانستان خلک او امنیتي ځواکونه به هیڅکله داسې ډلې ټپلې ته اجازه ور نه کړي.‪"‬

XS
SM
MD
LG