د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي طالبانو درې اونیو کې کابو ۱۰۰ ملکیان وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیرو درې اونیو کې د طالبانو په یرغلیزو او هدفي بریدونو او چاودنو کې کابو ۱۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ د مې شپږمه (غويي ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د روژې میاشتې له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې لس ځانمرګي بریدونه او شاوخوا ۱۰۰ چاودنې کړې دي.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې په دې موده کې طالبانو څه باندې ۳۰ هدفي بریدونه هم کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په دې موده کې کابو ۲۰۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دې راپور ته غبرګونه نه دی ښودلی.

په عین حال کې ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په کمولو او د ملکیانو د ژوند په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې د سولې له هڅو څخه ملاتړ او د مذاکراتو بیا پیلېدل د هر افغان د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د دوی په وینا له دې لارې به ملکیانو ته لا زیاتو زیانونو د رسېدو او په مدني فضا باندې د محدودیتونو د لګولو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG