د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې موټر بمب برید لسګونه کسان وژلي


چارواکي وايي شاید د تلفاتو شمېر زیات وي
چارواکي وايي شاید د تلفاتو شمېر زیات وي

له لوګر څخه راپورونه وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت امریکاغږ ته وويل چې د موټر بم دغه چاودنه برید د جمعې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي۱۰) داسې مهال شوې چې خلکو روژه ماتوله.

هغه وويل، چې له چاودېدونکو موادو ډک مازده موټر د لوګر ولایتي ملکي روغتون ته نږدې د ازرې ولسوالۍ د اوسېدونکو د ميلمستون انګړ ته ننوتلی او چاودنه یې کړې ده.

ښاغلي غیرت زیاته کړه، چې د چاودنې له کبله د میلمستون وداني ناسته ده او په کې شته کسان، چې د ۲۰ په شاوخوا کې دي، تر خاورو لاندې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دغې چاودنې ۳۰ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

هغه وویل چې شاید د تلفاتو شمېر زیات وي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي امریکاغږ ته وویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.

د پېښې عیني شاهدان وایي، چې چاودنه د استوګنې کورونو په منځ کې شوې او په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د پل علم ځینې اوسېدونکي وایي، چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ یې تر ډېر لېرې اوریدل شوی او شاوخوا ودانیو ته یې هم پوره مالي خسارات اړولي دي.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

شاید ارقام تر دې هم زیات وي ځکه چې د چاودنې ځای ته نژدې کورونه دي او ممکن هلته هم خلکو ته تلفات اوښتي وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې خو د تلفاتو په اړ ه یې لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG