د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د یمګان ولسوالي بیرته ونیوله


د سمې اوسیدونکي وایي په اوس وخت کې د چاردرې سیند یوې خوا ته مخالف وسله وال او بلې خوا یې افغان امنیتي ځواکونه دیره دي
د سمې اوسیدونکي وایي په اوس وخت کې د چاردرې سیند یوې خوا ته مخالف وسله وال او بلې خوا یې افغان امنیتي ځواکونه دیره دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په بدخشان ولایت کې یې د یمګان ولسوالۍ بیرته نیولې خو د دغه وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل چې د کندوز د چاردرې د ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات روان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو نن سهار د یمګان ولسوالۍ بیرته له مخالفو وسله والو ونیوله.

دا ولسوالۍ د یوې جګړې په ترڅ کې دیارلس ورځې وړاندې د افغان حکومت مخالفو وسله والو نیولې وه.

صدیق صدیقي وویل چې د یمګان د ولسوالۍ د بیرته نیولو په جګړه کې د مخالفو وسله والو شپږ قوماندانان چې یو یې تاجکستانی او پنځه نوریې افغانان وو وژل شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل "ملا حافظ، مولوي صابر، قوماندان رستم، او ملا هاشم کولابي چې د یمګان په ولسوالۍ کې د شر اچوونکو عمده مشران وو، په دغو عملیاتو کې د لسګونو نورو ویره اچوونکو سره وژل شوي او ټپیان شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، د افغان امنیتي څواکونو د عملیاتو مخه اوس د بدخشان ولایت هغو سیمو ته اړول شوې چې په کې د مخالفو وسله والو د شتون احتمال شته دی.

تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د یمګان ولسوالۍ د لاسه ورکولو په باب څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د کندوز ولایت د چاردرې د ولسوالۍ د نیولو په وخت د ۲۵ افغان عسکرو او پولیسو د نیولو ادعا کړې ده.

مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې د شنبې د ورځې په ماښام د چاردرې په ولسوالۍ کې د دولس پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده.

مجاهد ویلي چې د کندوز د چاردرې د ولسوالۍ د نیولو په جګړه کې ۲۴ افغان عسکر او پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

خو دکندوز امنیه قوماندان جنرال عبدالصبور نصرتي د طالبانو دا ادعا نه ده تائید کړې.

جنرال نصرتي، چې نن سهار یې په کندوز کې خبریالانو سره خبرې کولې د چاردرې په جګړه کې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د دریو سرتیرو وژل کیدل اود شپږ نورو ټپي کیدل تائید کړل او و یې ویل چې په دغه جګړه کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

په کندوز کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وایي، که څه هم په زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رارسیدلي دي خو د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ لا نښته پیل شوی نه ده.

نیازمن وایي چې د چاردرې د ولسوالۍ د سیند یوې خواته په کلو کې طالبان او بلې خوا ته افغان امنیټي ځواکونه دیره دي.

د ا سیند د چاردرې د ولسوالۍ د مرکز څخه درې کیلو متره فاصله لري.

په کندوز کې چارواکي وایي چې د افغانستان د دفاع وزارت لوړپوړې چارواکي هم دغه ولایت ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG