د لاس رسي وړ اتصالات

په قلم لیکل شوي افغان پاسپورټونه له چلند نه لویږي


چارواکي وایي تراوسه د څلورسوو زرو نه زیاتو کسانو په کابل او ولایتونو کې نوي پاسپورټونه اخیستي دي.
چارواکي وایي تراوسه د څلورسوو زرو نه زیاتو کسانو په کابل او ولایتونو کې نوي پاسپورټونه اخیستي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ملکي هوایي چلند د نړیوالې ادارې د مقرراتو له مخې د قوس په درېیمه په قلم د لیکل شووافغان پاسپورټونو د اعتبار موده پای ته رسیږي او ددغې نیټې وروسته به افغانان یوازې په الکټرونیکي پاسپورټونو بهر ته سفر وکړی شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د د پاسپورټ د مرکزي ادارې رئیس مل پاسوال سید عمر صبور امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې بهرني سفارتونه هم هغو پاسپورټونو باندې چې د اعتبار نیټه یې له شپږو میاشتو کمه وي ویزه نه لګوي.

مل پاسوال صبور وویل " کوم لیک چې مونږ د ملکي هوایي چلند د نړیوالې ادارې څخه تر لاسه کړی د روان عیسوي کال د نوامبر په څلورویشتمه چې د روان هجري شمسي کال د قوس دریمه ده په قلم د لیکل شوو پاسپورټونو موده پای ته رسیږي".

د افغانستان د پاسپورټ د مرکزي ادارې دغه چارواکی وایي چې دوی د تیرکال راهیسې د الکټرونکي پاسپورټونو ویشل پیل کړي دي او تراوسه د څلورسوو زرو نه زیاتو کسانو په کابل او ولایتونو کې نوي پاسپورټونه اخیستي دي.

مل پاسوال صبور وویل " مونږ هره ورځ د دوه زره او درې سوو څخه تر دوه زره پنځه سوو پورې په کابل او ولایتونو کې خلکو ته چې پاسپورټ ته اړتیا لري پاسپورټونه ویشو".

خو مل پسوال صبور وایي، هڅه کیږي چې د پاسپورټ د ویشلو بهیر نور هم ګړندی کړي او دا ځکه چې پاسپورټ ته اړتیا زیاته ده او هرڅوک غواړي چې یو پاسپورټ ولري.

د افغانستان د پاسپورټ د مرکزي ادارې دغه چارواکی وایي په ولایتونو کې د دغې ادارې کارکوونکي د پاسپورټ غوښتونکو د اسنادو د بشپړولو وروسته د هوا اویا ځمکې له لارې کابل ته د هغوی اسناد رااستوي او بیا د پاسپورټ په مرکزي اداره کې ورته الکټرونیکي پاسپورټونه چاپ کیږي او بیرته ولایتونو ته استول کیږي چې دا بهیر د یوې اونۍ نه تر پنځه لس ورځو پورې وخت نیسي.

په اوس وخت کې د کابل وروسته هرات، کندهار، مزارشریف او ننګرهار په ولایتونو کې زیات خلک د پاسپورټونو اخیستلو لپاره د دغو ولایتونو د پاسپورټ مدیریتونو ته مراجعه کوي چې د افغانستان د پاسپورټ د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې په دغو ولایتونو کې هره ورځ د دوه سوه پنځوسو نه تر درې سوو پورې کسان نوي پاسپورټونه اخلي.

د افغانستان د پاسپورټ د مرکزي ادارې رئیس وایي چې سږکال په پام کې دي چې د لومړي ځل لپاره افغان حاجیان هم په الکټرونیکي پاسپورټونو سعودي عربستان ته سفر وکړي.

مل پاسوال صبور وویل " تراوسه چې په نورو ادارو کې د حاجیانو کار پیل شوی نه دی له نیکه مرغه د افغانستان د مرکزي پاسپورټ اداره توانیدلې ده چې څوارلس زره حاجیانو ته پاسپورټونه چاپ کړو او حج او اوقافو وزارت ته مو سپارلي دي ممکن لس زره نور پاتې اوسي چې هغه به هم د اسنادو د ترلاسه کولو وروسته چمتو شي".

د افغانستان د پاسپورټ د مرکزي ادارې رئیس وویل چې د افغان حاجیانو پاسپورټونه د پنځه کالو لپاره اعتبار لري او افغان حاجیان کولای شي چې په دغو پاسپورټونو د حج ترڅنګ نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.

په تیروکلونو کې به افغان حکومت د حج د فریضې د ادا کولو وروسته وطن ته د راستنیدلو په وخت د افغان حاجیانو څخه په هوایي ډګرونو کې پاسپورټونه بیرته اخیستل.

په قلم لیکل شوي پاسپورټونه

افغانستان کې د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه په دوره کې بهر ته د تللو لپاره د پاسپورټونو د اخیستلو بهیر چټک شو خو د پخواني پادشاه د شاهي نظام د ړنګیدلو سره سم د محمد داود خان د جمهوري نظام پاسپورټونه چاپ شول چې د هغې وروسته نورو رژیمونو هم خپل،خپل پاسپورټونه چاپ کړل چې د هررژیم د بدلیدلو سره د پاسپورټ په بڼه کې هم بدلون راغی خو دا ټول پاسپورټونه په لاس او په قلم لیکل کیدل.

پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واکمنۍ په دیارلسم کال په وروستیو کې په قلم د لیکل شوو پاسپورټونو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره الکټرونکي پاسپورټونو د ویشلو لړۍ هم پیل شوه چې تاکل شوې د روان عیسوي کال وروسته په قلم د لیکو پاسپورټونو ویشل بیخي له منځه لاړ شي.

د جعلکارۍ مخنیوی

افغان حکومت وایي چې په لاس او په قلم د افغان پاسپورټونو د بهیر په له منځه تللو سره به له افغان پاسپورټ څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او جعلکارۍ مخه هم ونیول شي.

په تیرو نږدې دریو نیمو لسیزو کې د افغانستان په دننه او بهر کې په سلګونو د انساني قاچاق ډلو د افغان پاسپورټ نه په غیر قانوني توګه ګټه اخیستې اوتر دې چې په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې دغو ډلو په خپل سرافغان پاسپوټونه چاپ کړي او د انساني قاچاق په برخه کې ورځنې کار اخیستی دی.

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي چې هرکال تر لسو زورو پورې افغانان د انساني قاچاقبرانو د ډلو له خوا بهرنیو هیوادونو ته په غیر قانوني توګه استول کیږي.

امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې په افغانستان کې اوس هم تر دوه زره او اوه سوه پورې د انساني قاچاق وړونکو ډلې فعلیت کوي چې یوازې تیرکال د دغو ډلو پنځه څلویښت مشران د امنیتي ارګانونو له خوا نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG