د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال بختیار: حوت میاشت کې د مخدراتو ۳۷۱ قاچاقبران نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار وايي، چې پولیسو د روان لمریز کال په حوت میاشت کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد څه باندې ۳۰۰ عملیات ترسره کړي دي.

جنرال بختیار چې نن يې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، پولیسو په دغو عملیاتو کې ۳۷۱ لوی او کوچني قاچاقبران نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو لویه برخه په کابل ولایت کې ترسره شوي.

هغه وویل "یوازې په کابل کې ۱۷۰ عملیات ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې ۱۷۴ قاچاقبران نیول شوي دي".

ښاغلي بختیار دغه راز وویل، چې تیره ورځ پولیسو د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې دوه تنه له ۵۰ کیلوګرامه هیروئینو سره لاس په لاس نیولي دي.

د جنرال بختیار پر وینا، دغه قاچاقبران د کابل – ننګرهار په لویه لار کې هغه مهال ونیول شول، چې ۵۰ کیلوګرامه هیروئین یې په یو لارۍ ډوله موټر کې له جلال‌آباد څخه کابل ته لیږدول.

هغه زیاته کړه، نیول شوو قاچاقبرانو غوښتل، چې دغه هیروئین په کابل کې پر معتادینو باندې په پرچون ډول وپلوري.

XS
SM
MD
LG