د لاس رسي وړ اتصالات

د قیصاري پر کور د عملیاتو تازه جزییات


لا د نظام الدین قیصاري د ځای ځایکي په اړه معلومات نشته
لا د نظام الدین قیصاري د ځای ځایکي په اړه معلومات نشته

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مزار شریف په ښار کې د نظام الدین قیصاري پر کور د عملیاتو پر مهال د هغه اوه وسله وال وژل شوي او ۳۱ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

دا عملیات تېره شپه، (دوشنبه- دسمبر۱۶) ختم شول، خو لا هم د قیصاري د پتې په اړه معلومات نشته. د وزارت په اعلامیې کې د قیصاري پر کور د پولیسو د برید تازه جزییات خپاره شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي: "نظام الدین" په "قیصاري" مشهور او په بلخ کې یې په بېلابېلو جرمي قضیو لکه: د ځمکو غصب، باج اخیستنو، د غیرقانوني وسلو ګرځونو، ځورونو، له مجرمینو په ملاتړ او په وروستیو کې یې د مزارشریف ښار د یوې حوزې د آمر په وهلو-ډبولو کې لاس درلود؛ چې ملي پولیسو د بلخ د اوسیدونکو د پر له پسې شکایتونو او عرایضو له مخې او د محکمې د حکم پر بنسټ د نوموړي په نیولو لاس پورې کړی دی."

اعلامیه وايي چې پولیسو په دغو عملیاتو کې د هغه له کور څخه "۱۶ میله کلاشینکوفونه، څلور میله پیکا، دوه میله راکټ غورځوونکي، برچې، ۲۱۱۰ د کلاشینکوف ګولۍ، د پیکا څه باندې ۵۰۰۰ مرمۍ، اته ډزه راکټ ګولۍ، ٧ قبضې لاسي بمونه، مخابرې، البسې، شاجورونه، مهم سندونه او موبایلونه کشف او ترلاسه کړې دي."

نظام الدین قیصاري د ازبک ملېشو قوماندان و چې تېرکال ملي امنیت په فاریاب کې ونیوه او څه موده یې توقیف کړ. هغه له توقیف څخه تر خوشې کېدو وروسته بلخ ته ولاړ.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو ته زیان رسېدلی که نه. خو وايي چې د قیصاري لټون روان دی.

په ولسي جرګه کې د ځینو شمالي ولایتونو استازي چې، ازبکان دي، د قیصاري پر کور دا برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG