د لاس رسي وړ اتصالات

د اختر په اوله ورځ یو افغان پولیس هم نه دی وژل شوی- چارواکي


دفاع وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ۱۲ ولایتونو کې عملیات کړي
دفاع وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ۱۲ ولایتونو کې عملیات کړي

که څه هم وسله والو طالبانو د افغان حکومت د اوربند اعلان ته هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلې، خو د کورنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ (زمري ۳۱ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ او شپه دغه وزارت پر ټول افغانستان کې د وسله والو مخالفانو یوازې درې بریدونه ثبت کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پولیسو په لیکو کې تلفات صفر ته نږدې وو او په دغه موده کې هیڅ افغان پولیس د وسله والو مخالفانو سره په نښتو کې خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

ښاغلي مهر وویل، د سه شنبې په ورځ کابل کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا د هاوان د توپ د ډزو ترڅنګ د غزني ولایت په مربوطاتو کې هم طالب وسله والو دوه ځلې د پولیسو پر پوستو درنو وسلو دزې کړي دي.

ښاغلي مهر، چې د چهارشنبې غرمې مهال یې له امریکا غږ اشنا راډیو سره خبرې کولې وویل، چې کابل ښار د تیرې ورځې د برید او د غزني ولایت د درنو وسلو د دژو سربیره د بلې کومې امنیتي پیښې په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

خو د دفاع وزارت ویاند سید غفوراحمد جاوید امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د افغانستان په یو شمیر سیمو کې تحرکات لرل او د هغوی پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات هم د پلان له مخې روان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې هم په ۱۲ ولایتونو کې د وسله مخالفانو پر وړاندې د عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې، چې د ننګرهار، کنړ، لغمان، غزني، پکتیکا، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بغلان او هلمند په ولایتونو کې ترسره شوي ۲۹ مخالف وسله وال، چې څلور یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې وسله وال دي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوی دي.

تراوسه طالب وسله والو د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهور رئیس غني د تلې په ۲۸ مه د افغانانو د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وسله والو طالبانو سره د تیرې دوشنبې د ورځې څخه د مسلمانانو د ستر پیغمبر محمد (ص) د میلاد تر ورځې پورې د یو درې میاشتنی اوربند په دې شرط اعلان کړ، چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي.

خو طالبانو لا تراوسه د افغان حکومت سره اوربند نه دی اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG