د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت ۷۶۶ کیلوګرامه مخدره مواد نیولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تیره یوه اونۍ کې د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې څه باندې ۷۵۰ کیلوګرامه مخدره مواد نیولي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ځانګړو پولیسو په تیرو اوو ورځو کې د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره ۹۴ عملیات ترسره کړي دي.

د اعلامیې له مخې، دغه عملیات په فراه، هلمند، کندز، کاپیسا، کابل، هرات، ننگرهار، پکتیا، زابل، خوست، کندهار، بدخشان، بلخ، پکتیکا، بغلان، سرپل، لغمان او تخار ولایتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېل ډوله مخدره مواد نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۱ شکمن کسان هم د مخدره موادو د قاچاق په تړاو نیول شوي.

په نیول شوو کسانو کې درې ښځې او درې پولیس هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه، ۱۵ موټرې، ۲۳۶۴ سیټه ګرځنده موبایلونه، دوه میله وسلې او ۶۱۳۰ امریکايي ډالره هم ضبط شوي دي.

XS
SM
MD
LG