د لاس رسي وړ اتصالات

څرخي پله له زندان څخه په لسګونو بندیان بګرام زندان ته لیږدول شوي


د بګرام زندان، چې د پروان د زندان په نوم هم یادیږي د امریکا د پوځ له خوا جوړ شوی، چې په کې په ډیر جدي ډول د بندیانو څارنه کیږي.
د بګرام زندان، چې د پروان د زندان په نوم هم یادیږي د امریکا د پوځ له خوا جوړ شوی، چې په کې په ډیر جدي ډول د بندیانو څارنه کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د جمعې په ورځ (وږي ۱۶ مه) وویل، چې ۷۴ تنه هغه بندیان، چې د دغه وزارت پر وینا یې د تروریستي او جنیاتکارو ډولو سره اړیکې لرلې، تیره ورځ د څرخي پله له زندان څخه د بګرام زندان ته لیږدولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د زندانونو عمومي رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې ۷۴ بندیان یې د پنجشنبې په ورځ بګرام زندان ته لیږدولي دي.

ښاغلي کوهستاني وویل" پرون یو شمیر شر اچوونکي بندیان او یو شمیر هغه بندیان، چې هیڅ نه اصلاح کیږي او تل به یې نور بندیان شورش ته پارول او د جنیاتکارو ډلو سره یې اړیکې یې تشخیص شوې وې، د دی لپاره، چې اصلاح شي د بګرام زندان ته مو واستول".

د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس وویل، د دغو بدیانو د لیږد پر وخت په زندان کې ګډوډی رامنځ شو، چې اوس وضعیت بیرته عادي شوی دی.

د څرخي پله په زندان کې شاوخوا لس زره بندیان ساتل کیږي، چې زیات شمیر یې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د اړیکو د لرلو او تروریستي فعالیتونو په تړاو په زندان کې اچول شوي دي.

د څرخي پله په زندان کې یو بندي قاري فدا محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته د ټیلیفون په لیکه وويل، چې د پنجشنبې په ورځ او تیره شپه د څرخي پله په زندان کې ګډوډي ډیره وه او بندیانو او د پولیسو ترمنځ په اخ او ډب کې یو شمیر پولیس او بندیان هم ټپیان شوي دي.

قاري فدامحمد وویل " د پلچرخي په زندان کې پرون نمایندګان او دیني عالمان په دې نامه باندې راوغوښتل شو، چې ګواکی لوی څارنوال صاحب راځي، په دې نامه باندې یو تالار ته یوړل شول او له هغه ځایه اکثریت خلک، مشران او علما کرام بګرام ته انتقال شول او یو ناڅاپه د بندیانو احساسات راپورته شو او د زندان د پرسونل سره جنجال پیښ شو".

قاري فدامحمد وویل، چې بندیانو دا ګڼله، چې د زندان ساتوونکو دوی سره دوکه کړې، چې د همدې له امله هغوی او د زندان د ساتوونکو ترمنځ اخ او ډب پیښ شو، چې په ترڅ کې یې هم یو شمیر بندیان او یو شمیر پولیس ټپیان شول.

هغه وویل په زندان کې نن د جمعې په ورځ وضعیت ارام دی.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د څرخي پله په زندان کې د بندیانو سره د پولیسو دغه چلند غندلی وو.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي وو، چې دا ګډوډی د څرخي پله د زندان په دریم، پنځم، شپږم او د زون په بلاکونو کې رامنځ ته شوی وو.

XS
SM
MD
LG