د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: غور کې سیلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي


د غور ولایت په فیروز کوه کې د د ۲۰۲۴ کال د مۍ د ۱۸ سیلابونه
د غور ولایت په فیروز کوه کې د د ۲۰۲۴ کال د مۍ د ۱۸ سیلابونه

د غور ولایت په یو شمیر سیمو کې د سیلابونو له راوتلو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام وايي‌ چې په دغه ولایت کې تازه راوتلو سیلابونو لږ تر لږه ۲۵۰۰ کورنیو ته زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو دغه بنست د شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ) په اکس پاڼه کې ویلي چې د دوی دارزونې ډلې په سیمه کې حضور لري او د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي‌ چې د غور سیلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.

دا سیلابونه د غور ولایت مرکز فیروزکوه او دولتیار، شهرک،‌ تولک، دولینه،‌ مرغاب او لعل سرجنګل ولسوالیو کې راوتلي‌ دي او د طالبانو د معلوماتو په اساس په دغو سیلابونو کې تراوسه له ۵۰ زیات
کسان مړه شوي او لسګونه نور ورک دي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (یونیسف) وايي‌ چې د غور ولایت د ویجاړونکو سیلابونو په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په وروستیو سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي‌ چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي‌ دي.

یونیسف زیاته کړې: ”په افغانستان کې ماشومان ډیر مصیبتونه زغمی، موږ ټولو زیانمنو ته تسلیت وایو.“ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو صندوق ټینګار کړی چې د غور له سیلاب ځپلو سره د مرستو د تنظیم په حال کې دي‌ او ژر به دا مرستې هغوی ته ورسول شي.

د غور سیلاب ځپلو ته د نه پاملرنې شکایتونه

د غور ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته د سر او مال اوښتو زیانونو کچه له هغې ډیره پورته ده چې طالبانو او د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو خپور کړی دی.

د فیروزکوه ښار اوسیدونکي یاسین نژند ویلي‌: ”لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه شوي‌ او ورک شوي‌ او له ۴۰۰۰ زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او دغه راز زرګونه جریبه کرهنیزې ځمکې او باغونه هم له منځه تللې دي.“

د غور ولایت دغه اوسیدونکي‌ همداشان ویلي‌ چې د سیلابونو له امله زیات شمیر عمومي‌ لارې بندې شوې دي او د هرات - غور لاره د ”کمنج" پله د ویجاړیدو له امله تړل شوې ده.

د غور ولایت بل اوسیدونکي عبدالرحمان (مستعار نوم) وویل: ”د سیلابونو راوتلو له امله رامنځ ته شوې ستونزې ډیرې لویې دي او په څو کلمو کې نه خلاصه کیږي دلته فاجعه رامنځ ته شوې ده او خلک په ناڅرګنده برخلیک کې دي.“

د غور ولایت دغه اوسیدونکي‌ وايي‌ چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدامات نه دي‌ ترسره شوي‌ او د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو څخه غواړي‌ چې په دغه ولایت کې زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي‌ راپور ورکوونکي ریچارټ بنیټ چې د افغانستان سیلاب ځپلو ته زیاته بودجه ځانګړې کړي‌.

بنیټ په یو پیغام کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د نتایجو په اړه اندیښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په دغه هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوي کسان دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG