د متحده ایالاتو په منځنۍ لویدیځه برخه کې د توپان په نتیجه کې لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتلو وروسته په دغه سیمه کې د نورو توپانونو د راتلو وړاندوینه شوې ده.
شدیدو بوړبکیو د سه شنبي په ورځ د ایوا ایالت په ګرین فیلډ ښارګوټي کې کورونه ویجاړ کړي، موټرونه یې پورته کړي او پر ځمکه غورځولي، او له کبله یې لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د سوشیټډ پرس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ می ۲۴ (غبرګولي څلورمه) په ایوا کې یو ځل بیا د توپان له کبله د بریښنا پایې او ونې چپه شوي او د هوا پیژندنې ادارو په دغه ایالت او ورڅېرمه ایلنوای کې د شدید باران، ږلۍ او بوړبکۍ راتلو وړاندوینه کړې ده.
په ایوا کې د جمعې په سهار د لږ تر لږه ۵۰ زره کسانو برېښنا پرې شوې ده.
د متحده ایالاتو د اوکلوهوما په ایالت کې تېره شپه د شدیدو بوړبکیو او په ځینو سیمو کې د کرکټ د توپ په اندازې د ږلۍ کیدو خبر ورکړل شوی خو د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه یې تراوسه معلومات ندي خپاره شوي.
د ایوا په لویدیځ کې د نبراسکا په ایالت کې هم د شدید توپان د راتلو وړاندوینه شوې ده.
په ایوا کې ځايي اوسېدونکي او مقامات د سه شنبې د ورځې د ویجاړوونکي توپان له کبله د اوښتو زیانونو په معلومولو بوخت دي او د متحده ایالاتو د طبیعي افتونو سره د مبارزې ملي ادارې ژمنه کړې چې له زیانمنو شویو کورنیو سره به د سرپناه او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د ټکزاس، اوکلوهوما او کینزاس د ایالتونو په ځینو برخو کې هم، چې له وړاندې شدید توپان ځپلي، د شنبې او یکشبنې په ورځو کې د نورو توپانونو د راتلو اټکل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه