د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې واوره، بوړبکۍ او توپانونه؛ د لسګونه زرو کسانو بریښنا بنده شوې


د امریکا متحده ایالتونو په بیلابیلو برخو کې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۳ (سلواغې ۱۴) ژمنی توپان ددې لامل شو چې د کابو ۳۵۰ زره کورونو او تجارتي مراکزو بریښنا قطع شي.

دغه څو ورځنۍ توپان د امریکا د منځني لودیځ په یو شمیر برخو کې د څه باندې یو فوټ واورې د اوریدو او په الاباما ایالت کې د بوړبکۍ د رامنځ ته کیدو لامل شوی چې له امله یې یو کس ووژل شو او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

دغو توپانونو او اورښتنو مسافر هم له مشکلاتو سره مخ کړي او په ټوله امریکا کې څه باندې ۹۰۰۰ الوتنې چې د پنجشنبې او جمعې ورځو لپاره پلان شوي وې، لغوه شوي دي.

اسوشیټد پرس ویلي وړاندوینې د ډیرو واورو د اوریدو اټکل کوي او ددې احتمال شته چې تر جمعې ورځې پورې د امریکا له پنسلوانیا څخه بیا تر نیو انګلند پورې ګڼ شمیر سیمې کنګل شي.

د واورو او کنګلونو له امله تر ټولو زیات د بریښنا جریان په ټینسي، ارکانساس، ټکساس او اوهایو ایالتونو کې قطع شوی خو د توپان مسیر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له مرکزي سیمو څخه د جنوب او شمال ختیځ په طرف بدل شوی دی.

چارواکو ویلي چې د کورونو د بریښنا د وصل کیدو پروسه ممکن څو ورځې وخت ونیسي.

د اور وژنې چارواکو ویلي دي چې د ټینسي ایالت په یوې لویه لار کې د ۱۶ موټرونو د ټکر له امله شپږ کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د دوو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د امریکا د هوا پيژندنې د ملي ادارې څخه انډرو اورسن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۳ (سلواغې ۱۴) وویل، ختیځ ته د توپان تګ ته په کتو د اوهایو او نیویارک په یو شمیر برخو او د نیو انګلنډ په شمالي برخه کې د ۳۰ تر ۴۵ سانتي متره پورې د واورې د اوریدو احتمال موجود دی.

بوړبکۍ په ژمي کې غیر معمول خو امکان لري او ساینسپوهان وایي چې د ځمکې په تودیدو سره د بوړبکیو رامنځ ته کیدو ته شرایط برابر شوي دي.

XS
SM
MD
LG