د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي فاریاب کې ۱۳۰ ولسي پاڅونوال طالبانو ته اوښتي


د فاریاب ولایت چارواکي وايي په کوهستان ولسوالۍ کې ۱۳۰ ولسي پاڅونوال وسله‌ والو طالبانو ته اووښتي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ اشنا ته دا خبره وکړه.

خو د فاریات د والي ویاند جاوید بیدار بیا طالبانو ته د ولسي پاڅونوالو د اوښتو خبره ردوي او وايي چې دغه کسان د جګړې له سیمې بل ځای ته تللي دي. هغه وايي په دوی کې ۱۲۰ ولسي پاڅونوال او لس پولیس دي، خو ویې نه ویل چې چېرته تللي.

د رپوټونو له مخې، طالبانو ته د ولسي پاڅون‌ کوونکو تسلیم شوي ‌ځواکونه د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د ناصر په نوم د سیمه‌ ییزو پولیسو یو قوماندان پورې تړاو لري.

وسله‌والو طالبانو هم لا تر اوسه د تسلیم شویو ځواکونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ دوه ورځې مخکې وسله‌والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره له څو ساعته جګړې وروسته ونیوه.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د فاریاب ولایت ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي دي.

د هغوی پر وینا، افغان هوايي ځواکونو پر کوهستان ولسوالۍ باندې بمبارۍ هم پیل کړي، خو تر اوسه په دغو بمباریو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG