د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د فوټبال ستدیوم کې په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۱۷۴ تنه وژل شوي


په اندونیزیا کې پولیس وایي لږ تر لږه ۱۷۴ تنه وروسته تر هغه په ټیل ماټیل کې ووژل شول چې د فوټبال د یوې لوبډلې مینه وال په لوبغالي کې دننه د میدان په لور ورغلل او پولیسو یې د خواره واره کولو لپاره اوښکي بهونکی ګاز وکاراوه.

پولیس وایي پیښه شنبه اکټوبر ۱ (تلې ۹) د کانجوروهان په لوبغالي کې د دې هیواد په ختیځ کې د مالانګ په ښار کې رامنځته شوې ده.

لوبه د اریما او پیرسیبایا سورابایا د فوټبال د لوبډلو تر منځ وه چې د یو بل تر ټولو سیالې لوبډلې دي.

د اریما د لوبډلې مینه والو وروسته تر هغه د لوبې د میدان په لور هجوم یوړ چې دې لوبډلې لوبه پخپل کور ستدیوم کې سیالې لوبډلې ته دوه د درې په مقابل کې وبایلله.

دا په څه باندې شلو کالونو کې لومړی ځل و چې د اریما لوبډلې په پیرسیبایا سورابایا یوه لوبه وبایلله.

پولیسو د خلکو دا کړنه "بلوا" بللې او وروسته تر هغه یې اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه چې دوه پولیس افسران ووژل شول.

د لوبغالي په میدان کې ډیری وژل شوي کسان د خلکو د پښو لاندې شوي.

د ختیځې جاوا د پولیسو مشر نیکو افینتا یکشنبه اکټوبر ۲ (تلې۱۰) په اعلامیې کې ویلي وو چې په ۱۲۷ کسانو چې وژل شوي دوه یې د پولیسو افسران و. د پولیسو دې چارواکي وویل چې ۳۴ کسان په لوبغالي کې دننه او پاتې یې په روغتون کې مړه شوي.


هغه زیاته کړه، " ټول د لوبغالي څخه د وتلو یوې دروازې خوا ته ولاړل او ګڼه ګوڼه ډیره شوه. په همدې بهیر کې د اکسیجن د کمښت له کبله د هغوي سا بنده شوه."

خو د ختیځ جاوا د والي مرستیال امیل ډارډک ددې هیواد کمپاز تلویزیون ته ویلي چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۷۴ کسان وژل شوي دي.

د اندونیزیا حکومت د پیښې په خاطر بخښنه غوښتې او د ټیل ماټیل په هکله یې د بشپړو پلټنو ژمنه کړې.
د حکومت د ورزش او ځوانانو د چارو وزیر ضیاالدین امالي په پیښې د خفګان د څرګندولو تر څنګ ویلي چې د لوبې د تنظیم او د تماشه چیانو او پلویانو په هکله به بشپړ تحقیقات کیږي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون رئیس ګیاني انفانتینو دغه ټیل ماټیل «له ادراک بهر غمیزه» بللې او د اسیا د فوټبال فدراسیون مشرتابه د خلکو په مړینه ژور خپګان ښودلی دی.

دا پداسې حال کې دي چې ټاکل شوې اندونیزیا د راتلونکې کال د مۍ په میاشت کې د شلو کالو لالندې ځوانانو د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب وکړي.

د اندونیزیا ددې غمیزې څځه پخوا په نورو ستدیومونو کې هم ورته پیښې شوي دي چې یوه يې په ۱۹۸۹ کې د بریتانیا په هیلزبوروغ ستدیوم کې چې د لیورپول ټیم ۹۷ مینه وال په کې ووژل شول او بله یې په ۲۰۱۲ کې په مصر کې د سعید په ستدیوم کې وه چې ۷۴ تنه په کې په شخړو کې ووژل شول.

په ۱۹۶۴ کې د پیرو په لیما ملي ستدیوم کې د پیرو او ارجنتاین د لوبې په ترڅ کې ۳۲۰ تنه په ټیل ماټیل کې ووژل شول او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG