د لاس رسي وړ اتصالات

د روان کال جنوري کې ۲۲۸ ملکي افغانان وژل شوي - رپوټ


د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې (سي پي اې جي)په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ میاشت کې، ۲۲۸ ملکي کسان وژل شوي او ۳۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د یاد بنسټ د مسولینو پر وینا، ځانمرګي بریدونه، هوایي بمبارۍ، د درنو وسلو کارول او وسله‌والې نښتې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي، خو ملکي کسانو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په ځانمرګو بریدونو کې اوښتې ده.

د دغې ډلې د رهبرۍ غړي عزیز احمد تسل امریکا غږ آشنا ته وویل، په جنوري میاشت کې تر ټولو لوی بریدونه په کابل کې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري ترسره شوي او سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه وویل "د روان میلادي کال تیره جنوري میاشت د کابل میشتو لپاره ډيره خونړۍ میاشت وبلل شوه، په یاده میاشت کې په کابل کې شاوخوا ۳۳۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو".

د ښاغلي تسل پر وینا، له دې شمیرې ۱۲۸ ملکي افغانان په کابل کې وژل شوي دي.

د جنوري په ۲۷ د کابل ښار د صدارت په څلور لارې کې د وسله‌والو طالبانو د موټر بم برید له امله ۱۰۳ تنه‌ ووژل شول او ۲۳۴ نور ټپیان شول، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو پر وینا د دغې پیښې اکثره قُربانیان ملکي افغانان وو.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د معلوماتو پر بنسټ، له کابل وروسته په ننګرهار، هرات، غزني، زابل، فراه، کندوز او جوزجان ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو، هوایی بمباریو، د حکومت او وسله‌ والو ډلو تر منځ مخامخ جګړو او د ماینونو د چاودنې له امله سیمه‌یزو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغې ډلې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو او د وسله والو ډلو له لوري په ښارونو کې د ځانمرګي بریدونو په ترسره کولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که حکومت په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړی، روان کال به د ملکي افغانانو لپاره لاپسې ګواښوونکی تمام شي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې په جګړه کې ټولو ښکیلو غاړو ته یادونه کړې، چې خپل جنګي فعالیتونه له ښارونو او ګڼ میشتو سیمو څخه ورټول کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه رپوټونه ورکوي، خو دغې ادارې تر اوسه د ۲۰۱۷ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه رپوټ نه دی خپور کړی.

XS
SM
MD
LG