د لاس رسي وړ اتصالات

د الاقصی جومات تازو شخړو کې تر۳۰۰ ډیر فلسطینیان ټپي شوي


اسرائیلي پولیسو د الاقصی په جومات کې په فلسطینیانو اوښکې بهونی ګاز، ربړي مرمۍ او صوتي بمونه کارولي.

د اي پي خبري اژانس یو انځور اخیستونکی چې د پیښې په ځای کې و، وایي چې تر لسو ډیر ګازي او غږیز بمونه د الاقصی په جومات کې دننه لګیدلي دي.

د فلسطین د سره صلیب اداره وایي په تازه نښتو کې ۳۰۵ فلسطینیان ټپي شوي چې ۲۲۸ یې روغتونونو او کلینیکونو ته د درملنې لپاره وړل شوي.

دې ادارې ویلي چې اته ډېر ژوبل شوي.

اسرائیلي چارواکي وایي فلسطیني مظاهره چیانو په پولسو د کاڼو ګوزارونه کړي، ۲۱ افسران یې ټپي کړي چې درې یې په روغتون کې بستر شویدي.

دا څومه اونۍ ده چې د الاقصی په جومات کې چې د مسلمانانو او یهودانو لپاره سپیڅلی ځای دی، اخ او ډب روان دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن دوشنبه، مې ۱۰ (غوایي ۲۰) د الاقصی د جومات د وضعیت په هکله د تړلو دروازو تر شا سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون د یکشنبې په ورځ ناوخته د اسرائیل د ملي امنیت د سلاکار سره خبرې کړي.

د دې خبرو په هکله د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د روان تشدد او جبري شړلو په هکله جدي اندیښنه لري. ښاغلي سلیوان همدرانګه د اسرائیل نه غوښتي چې " د آرامۍ لپاره دې مناسب اقدامات تعقیقب کاندي. "

د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو په بیت المقدس کې د اسرائیلي پولیسو کړنې د قانون او نظم موضوع بللې.

XS
SM
MD
LG