د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې زرګونو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی شوی


د کندهار په دریو ولسوالیو کې، د تیرو دریو کمپاینونو پر مال څه د پاسه ۳۱ زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي دي.
د کندهار په دریو ولسوالیو کې، د تیرو دریو کمپاینونو پر مال څه د پاسه ۳۱ زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي دي.

په کندهار ولایت کې د پولیو د برخې روغتیایي چارواکي وايي، د دې ولایت په شاولیکوټ، میانشین او نیش ولسوالیو کې، دیرش کلسترونه د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې شوي دي.

د کندهار په دغو دریو ولسوالیو کې، د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله، د تېرو دریو کمپاینونو پر مهال واکسیناتوران دغو سیمو ته نه دي تللي، چې په نتیجه کې یې څه د پاسه ۳۱ زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شوي نه دي.

د سیمې ځینې اوسیدونکي وایي، د وسله مخالفینو سیمه ایز قوماندانان د واکسین د تطبیق په بدل کې ځینې غوښتنې لري، نو ځکه یې د کمپاینونو مخه نیولې ده.

د جنوبي وحوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالرشید الکوزی وايي، د ستونزې د حل لپاره يې، هڅې زیاتي کړي دي.

هغه وایي"سیمه ییز وسله وال طالبان غواړي، په هغو سیمو کې چې دوی په کې حاکمیت لري، کلنیکونو ته درمل او امبولانس موټر غواړي، خو موږ خپل مسئولین په جریان کې اچولي او خبري رواني دي، ممکن ستونزه ژرحل شي."

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د پوليو د پروګرام یو کارکونکی عبدالولي وایي، که چېري په سیمه کې د واکسین حالت همداسې دوام وکړي، د یو شمېر زیاتو ماشومانو روغتیا به له ګواښ سره مخ شي.

هغه وایي "موږ تیر کال په سیمه کې یوه مثبته پېښه هم لرله او سخته اندېښنه لرو، په سیمه کې د کډوالو تګ راتګ هم شته، که ماشومانو ته واکسین ونه رسیږي، د ویروس د خپریدو امکان ډير شته. "

بل خواته د پولیو د پرګرام همکار ادارې غوښتنه لري، چې هیڅ لوری باید د پوليو د محوې پروګرامونه سیاسي نه کړي.

په افغانستان کې د يونسیف د پولیو د پرګرام ویاند سید کمال شاه وايي، پوليو ناروغۍ د ماشومانو د روغتیا په برخه کې لاهم لوی ګواښ دی او ټولنه باید د پولیو واکسینپر وړاند هیڅ خنډ ونه مني.

هغه وایي "د کندهار شمالي ولسوالیو کې نا امنی ډيري شوي او له همدې امله کمپاینونه تر سره شوي نه دي، کندهار کې مثبتي پېښي هم شته او محیطي ویروس هم شته، د پروګرام اهمیت نور هم زیاتيږي، نودا پروګرام باید سیاسي نشي، ځکه بدې اغیزې يې بیرته د ماشومانو پر روغتیا وي. "

سره له دې، چې وسله وال طالبان د پوليو له پروګرامونو سره همکاري لري، خو کله نا کله د سیمه ایزو وسله والو ډلو ځینې مشران د خپلو غوښتنو د تر سره کیدو په خاطر، د پولیو واکسین له کمپانونو سره مخالفت کوي.

روغتیايي مسئولین ټینګار کوي، چې د ګرمي موسم کې، د ګوزڼ د ویروس د خپریدو ډير احتمال شته او پر وړاندي يې، د ماشومانو وقایه تر بل هر وخت د کال پدغه موسم کې اړینه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG