د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې په یو کنسرت کې ډزې شوي لږ تر لږه ۱۳۳ تنه پکې وژل شوي؛ داعش یې د کولو ادعا کړې


عیني شاهدانو ویلي چې د موسیقۍ تالار اور اخیستی و.
عیني شاهدانو ویلي چې د موسیقۍ تالار اور اخیستی و.

په روسیه کې چارواکي وایي چې وسله والو د دې هیواد پایتخت مسکو په یوې څنډې کې د موسیقۍ په یو تالار کي ډزې کړي، لږ تر لږه ۱۳۳تنه یې وژلي او په لسګونو نور ټپي شویدي.

روسي د شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۴) وویل چې د مسکو د کنسرت په تالار کې د برید په تړاو چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې داعش په غاړه اخیستي، د څلورو وسله والو په ګډون ۱۱ تنه نیولي دي. مقاماتو ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۳ تنو ته ورسېد.

چارواکو ویلي چې د جمعې مارچ ۲۲ (وري ۳) په پیښې کې د موسیقۍ تالار ته اور هم اچول شوی.

د RIA خبري اژانس یو خبریال چې د پیښې په ځای کې و، ویلي چې برید کوونکو جنګي یونیفورمونه اغوستي و او سالون ته تر ننوتو سره سم یې ډزې پیل کړلې او وروسته یې لاسي بم هم وغورځاوه چې له همدې کبله په سالون کې اور بل شو.

پیښه د مسکو په شمال کې د کراسنوګورسک په سیمې کې د موسیقۍ یو غټ تالار کې شوې چې د زرګونو کسانو د ځاییدلو ګنجایش لري.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ویلي وو چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې پدې پیښې کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شوي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په یوې اعلامیې کې چې د اعماق په خبري اژانس کې خپره شوې، ادعا کړې چې برید هغوي کړی. په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې ګڼ شمیر مسیحان په نښه شوي و.

په سمدستي توګه د داعش ادعا ریښتینولی ندی څرګنده شوې.

چارواکو دا پیښه "ترهګري" بللې او دا یې هم ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شويدي.

د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پییسکوف د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس ته په پرله پسې توګه تازه معلومات ورکول کیږي.

یو شمیر ویډیوګانې او انځورنه چې په خبري اژانسونو کې خپاره شوي پکې ښودل کیږي چې د موسیقۍ د تالار څخه تور لوګی او لمبې پورته کیږي.

د انټرفاکس خبري اژانس همدارنګه د امنیتي خدماتو مقاماتو له خولې ویلي چې په برید کې د دوو او پنځو کسانو تر منځ وسله والو برخه اخیستې وه چې نظامي جامې یې اغوستې وې او اتوماتیک وسلې ورسره وې.

په راپور کې ویل شوي چې وسله والو لومړی د تالار په ساتونکو ډزې وکړلې او تر هغې وروسته په تالار کې دننه ناست خلک یې وویشتل.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا دا یوه "ناوړه ترویستي" حمله بللې او د ټولې نړیوالې ټولنې څخه د غندلو غوښتنه کړې.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پیښې څخه وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا یوه ناوړه پیښه ده او تر څنګ یې دا هم وویل چې تر دې دمه هیڅ داسې نښته نشته چې دا پیښه د اوکراین سره وتړل شي.

ښاغي کربي وویل، " تر اوسه هیڅ داسې نښه نشته چې اوکراین یا اوکراینیان به پدې پیښې کې لاس ولري".

بلخوا بیا د روسیې پخواني جمهور رئیس دمیترې میدویدیف په ټیلګرام کې لیکلي که اوکراین پدې برید کې لاس ولري، "جګپوړي چارواکي به یې وموندل شي او د ترهګرو په توګه به وځپل شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG