د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ۴۰۱ افغانانو د تابعیت پریښودلو غوښتنه کړې


د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۷ کال له پیل څخه تر دې مهاله، سلګونو افغانانو د تابعیت د پریښودلو درخواستونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند امان ریاضت امریکا غږ – آشنا ته وویل، سره له دې چې سږکال ۴۰۱ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودلو غوښتنه کړې، خو په دې موده کې یواځې دریو بهرنیانو د افغانستان د تابعیت اخیستلو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي ریاضت وویل، چې د دغه شمیر کسانو غوښتنلیکونه تر اوسه تائید شوي نه دي او تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه "دا په لنډ وخت کې ممکن نه دی، چې مثلاً په یوه یا دوه میاشتو کې دا ډول کار ممکن وي، نو ځکه هغه غوښتنلیکونه چې مطرح شوي دي لا هم تر کار لاندې دي او نهایي شوي نه دي، چې څومره دا درخواستونه منل کیږي او که نه منل کیږي، خو د هیواد د قوانینو په اساس، ۴۰۱ درخواستونه چې په کې د افغانستان له دولت څخه د تابعیت د پریښودلو مسله مطرح شوې ده، دا تر کار لاندې دي".

د ښاغلي ریاضت پر وینا، د افغانستان دعدلیې وزارت د ۱۳۹۴ کال له پیل څخه تر اوسه، د شاوخوا ۲۹۰۰ افغانانو د تابعیت د پریښودلو غوښتنلیکونه اجرا کړي او دغه راز د افغانستان د تابعیت د اخیستلو لپاره د۵۰ بهرنیانو وړاندیزونه یې منلي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د نورو هیوادونو د تابعیت ترلاسه کول او په بهر کې د زده‌کړو مسله، د افغاني تابعیت د پریښودلو عمده لاملونه ګڼي، خو په دې برخه کې یې بیوزلي، جګړه، بې‌کاري، سیاسي بې‌ثباتي او نورې ستونزې هم اغیزمنې بللې دي.

XS
SM
MD
LG