د لاس رسي وړ اتصالات

په مدیترانه کې څه باندې ۴۰۰ پناه غوښتونکي ژغورل شوي


ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې د سږ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۱ سوه کسان اروپایي هیوادونو ته په لار مړه شوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې د سږ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۱ سوه کسان اروپایي هیوادونو ته په لار مړه شوي.

درې غیرې دولتي سازمانونو وایي څه باندې ۴۰۰ پناه غوښتونکي چې د لیبیا نه اروپایي هیوادونو ته روان وو او کښتۍ یې د بحر په منځ کې خرابې شوې وې، ژغورلي دي.

دغو سازمانانو ویلي چې پناه غوښتونکي په لرګینو کښتیو کې سپاره وه.

دې سازمانانو په ټویټر کې لیکلي چې د ژغورنې درې کښتیو ټوله شپه او تر سهاره پورې ۴۴۹ پناه غوښتونکي د ډوبېدو نه ژغورلي دي.

د اکثریت ژغورل شویو پناه غوښتونکو بدنونه د تیلو، کیمیاوي موادو او بحر د اوبو تر منځ د تعامل له وجې سوځیدلي دي.

وروسته تر هغه چې یو شمیر اروپایي هیوادونو خپل سرحدونه د پناه غوښتونکو او مهاجرینو پهمخ وتړل، اوس دغه خلک کوښښ کوي چې د لیبیا د لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وایي چې یوازې د سږکال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته په لاره ۱۱۴۶ پناه غوښتونکي د مدیترانیې په بحیرې کې مړه شوي.

بل پلو د پناه غوښتونکو د ژغورنې ادارې وایي چې د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا یې څه باندې ۳۰زره کسان د مدیترانې په سمندرګي کې د ډوبېدو نه ژغورلي.

اکثریت دا کسان افریقایي او منځني ختیځ د هیوادونو اتباع دي چې د جګړو او بې وزلیو له کبله دغه خطرناک سفر ته زړه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG