د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې تر اوسه ۳۷.۱ میلیون کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوي 


د امریکا د امراضو د کنترول اداره وایي د شنبې د ورځې تر سهاره فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۳۷.۱ میلیون کسان د کروناویروس ضد واکسین شوي دي.

د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول اداره همداشان وایي چې تر اوسه یې په امریکا کې د ۵۰ میلیون دوزه واکسین چارې تنظیم کړي او ۶۹.۹ میلیون دوزه واکسین یې د واکسین مرکزونو ته رسولی دی.

دغه اداره وایي چې پدغه شمیر کې د فایزر بیو ان تیک او مودرنا دواړو شرکتونو واکسینونه شامل دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې پداسې حال کې د کروناویروس ضد واکسین کولو بهیر روان دی چې د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې پدې هیواد کې د یکشنبې تر ورځې فبرورۍ ۱۴ (سلواغه ۲۶) پورې څه باندې ۲۷.۵ میلیون ( ۲۷۵۷۶۲۷۶) کسان په کروناویروس اخته شوي او ددغې وبا په وجه تر اوسه ۴۸۴۲۵۰ کسان مړه شوي دي.

د کروناویروس تیر کال د دسمبر يه میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا او بیا په چټکه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې ۱۰۸۵۹۹۹۶۳ کسان په کروناویروس اخته شوي او په دې وجه ۲۳۹۵۱۴۳ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG