د لاس رسي وړ اتصالات

د هند لخوا د کرونا واکسین مرستې لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده


هند له افغانستان سره د کرونا واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه
هند له افغانستان سره د کرونا واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه

له افغانستان سره د هند لخوا د کرونا واکسین مرستې لومړۍ جوپه نن یکشنبه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) کابل ته ورسېدله.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر همنیام جیشنکر پر خپل ټویټر لیکلي چې هند تل د خپلو ملګرو تر څنګ ولاړ دی.

د کرونا ویروس دغه واکسین د هند لخوا جوړ شوی دی چې نن یې لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېدله.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح له افغانستان سره د کرونا مرستې برخه کې د هند له هیواد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد واکسین به په ټولو ولایتونو کې په عادلانه ډول تقسیم شي.

په دغه جوپه کې د کرونا واکسین۵۰۰زره ډوزه شتون لري چې ۲۵۰زره کسان به ورباندې واکسین شي.

د روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه چې په یاد واکسین سره به لومړی روغتیايي کار کوونکي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ دي واکسین شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د هند لخوا افغانستان سره د کرونا واکسین د مرستې نه مننه کړې ده.

ارګ وايي، ولسمشر غني روغتیا وزارت ته لارښوونه کړې چې دغه واکسن په لومړي پړاو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو، د افغانستان طبي پرسونل او ټولو هغو اقشارو ته چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې تر دا مهاله ۵۵۳۵۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۴۱۳ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۴۸۰۴۱ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم پراخ شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG