د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې ۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې د چنګاښ په ۱۲مه د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو د ابتدايي لیست له جوړیدو وروسته، دغه کمیسیون د نوماندانو په تړاو ۵۰۰ شکایتونه او اعتراضونه ثبت کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند علي‌رضا روحاني امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د ولسي جرګې د نوماندانو په اړه د شکایتونو د ثبتولو پروسه په دوو برخو ویشل شوې ده.

د هغه پر وینا په لومړۍ برخه کې د هغو کسانو په اړه شکایتونه ثبت شوي، چې د نوماندانو ابتدايي لیست ته یې لاره موندلې، چې دغه لړۍ د ابتدايي لیست له خپریدو دوه ورځې وروسته پای ته رسیدلې.

خو ښاغلي روحاني زیاته کړه، چې په دویمه برخه کې د هغو نوماندانو شکایتونه او اعتراضونه ثبت شوي، چې ابتدايي لیست ته یې لاره نه ده موندلې او د دغه لیست د خپریدو له نیټې څخه تر دوو اونیو پورې به دا لړۍ دوام پیدا کړي.

هغه وویل "د اعتراضونو او شکایتونو پروسه دوام لري او تر اوسه ۵۰۰ شکایتونه د د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته رسیدلي دي... اوس په لومړنیو پړاونو کې یو، له همدې امله په تفکیک سره امار تاسې ته نشو ویلی".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې، ۲۷۴۱ کسانو د نوماند په توګه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې وه، چې له دې شمیرې ۱۳۹ کسان له ابتدايي لیست څخه حذف شوي.

د ولایتي کمیشنرانو ګومارنه

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوماندانو په اړ شکایتونه په داسې حال کې ثبت شوي، چې په یو شمیر ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ولایتي کمیشنران ګومارل شوي نه دي.

ښاغلي روحاني وویل، چې د افغانستان جمهوري ریاست ته یې د ولایتي کمیشنرانو لیست استولی وو، چې جمهوري ریاست په قسمي ډول منظور کړی دی.

هغه زیاته کړه "موږ د منظور شوي لیست څخه په استفادې، د افغانستان د پنځو مهمو ولایتونو، کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولایتي کمیسیونونه فعاله کړل".

د ښاغلي روحاني پر وینا، په نورو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي کمیسیونونو فعالول د افغانستان د ولسمشر منظورۍ ته په تمه دي او ښايي ارګ په یوه اونۍ کې دغه لیست منظور کړي.

د ټاکنیززو شکایتونو د کمیسیون منشي اندیښنه وښوده، چې د ولایتي کمیشنرانو په ګومارنه کې ځنډ به د دغه کمیسیون چارې له ستونزو سره مخ کړي.

دهغه پر وینا، په دې برخه کې ځنډ د دې لامل کیږي، چې د ولایتونو چارې په کابل کې ترسره شي او په مرکز باندې به د کار فشار زیات شي.

XS
SM
MD
LG