د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د فقر کچه ۵۴.۵٪ ته لوړه شوې ده – سروې


د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې تازه سروې، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ترسره شوې ښيي، چې ۵۴.۵ فیصده افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سروې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۴۲ اداري واحدونو کې له ۱۵۵۶۸۰ کسانو سره د مرکو له لارې ترسره شوې، چې د دغه هیواد ۶۷ فیصده خاوره په کې تر پوښښ لاندې راوستل شوې ده.

د مرکزي احصایې د ادارې مرستیال حسیب‌الله مؤحد د یکشنبې په ورځ د "افغانستان د خلکو د ژوند د وضعیت" په اړه غونډه کې د دغې سروې د جزئیاتو د خپرولو پر مهال وویل، چې د ملي تعریف پر بنسټ هغه کسان چې په یوه میاشت کې له ۲۰۶۴ افغانیو څخه کم مصرف کوي د فقر تر کرښې لاندې دي.

ښاغلي مؤحد وویل "که موږ د فقر کچه ووینو، په ۱۳۹۵ کال کې د همدې تعریف پر بنسټ چې وړاندې شو، د ټول نفوس ۵۴.۵ فیصده افراد د فقر کرښې لاندې دي، که موږ دا له بل کال سره پرتله کړو، په ۱۳۹۱ کال کې دغه کچه ۳۸.۳ فیصده وه، چې یو زیاتوالی ښيي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې په افغانستان کې د فقر کچه د اوړي په موسم کې راښکته کیږي، خو د ژمي په موسم کې دغه کچه شاوخوا ۶۷.۵ ته لوړیږي.

د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې مرستیال دغه راز وویل، د یادې سروې پر بنسټ ۴۴ فیصده افغانان غذایي خوندیتوب نه لري او د بې‌کارۍ کچه هم په دغه هیواد کې ۲۴ فیصدو ته رسیږي.

همدا شان ښاغلي مؤحد له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته په ځانګړي ډول کابل ته د مهاجرتونو د زیاتوالي یادونه وکړه، خو په دې اړه یې کره شمیره وړاندې نه کړه.

XS
SM
MD
LG