د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې څه باندې ۶۰ تنه په جګړو کې وژل شوي


حوثي یاغیان کوښښ کوي د مارب ولایت مرکز چې د تیلو له پلوه غني سیمه ده ونیسي.
حوثي یاغیان کوښښ کوي د مارب ولایت مرکز چې د تیلو له پلوه غني سیمه ده ونیسي.

د یمن په شمال کې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د مارب ولایت د مرکز نیولو لپاره جګړو ته زور ورکړی. دا د تیلو له پلوه یوه غني سیمه ده.

پوځي سرچینو ویلي چې د دوشنبې سپټمبر ۲۷ (وږي۵) په جګړو کې ۶۷ یاغیان او حکومت پلوي عسکر وژل شویدي.

دې پوځي سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د مارب په ولایت کې په جګړو او هوایي بریدونو کې ۵۸ حوثي یاغیان او ۹ حکومت پلوي عسکر وژل شویدي.
دې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې د یمن د حکومت ملاتړ کوي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاغیانو څه باندې ۲۰ هوایي بریدونه کړي. په هوایي بریدونو کې د حوثیانو موټر، د مجلس ځایونه او د مارب په ولایت کې د دې ډلې د ملاتړو ځواکونو سیمه په نښه شوې.

راپورونه وایي چې حوثي شعیه یاغیانو پدې تیرو څو اوونیو کې د مارب د مرکز د نیولو لپاره جګړو ته شدت ورکړی او سل ګونه وسله وال پکې وژل شویدي.

د یمن د کورنۍ جګړې له کبله سل ګونو زرو بې ځایه شويو خلکو په همدې ولایت کې پنا اخیستې او د دې تر څنګ څه باندې ۲ میلیونه نور د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

په یمن کې د جګړو د شدت خبرونه پداسې حال کې خپریږي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان سعودي عربستان ته ولاړ شي. دا د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې سعودي ته په رسمي سفر ورځي.
سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د سفر د نیټې او دا چې سعودي عربستان ته څه ډول پیغام سره ځي، جزیات ندي ورکړي خو دومره یې ویلي چې د ښاغلي سلیوان سره به پدې سفر کې د یمن لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټیم لینډرکینګ هم مل وي.

XS
SM
MD
LG