د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان څه دپاسه ۶۰ فیصده معتادین کلیوال خلک دي


د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت شمیرې ښيي، چې د ښارونو په پرتله په کلیو او بانډو کې د معتادینو شمیر زیات دی.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت شمیرې ښيي، چې د ښارونو په پرتله په کلیو او بانډو کې د معتادینو شمیر زیات دی.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، په دغه هیواد کې د ۳.۵ میلیون معتادینو او له مخدره موادو څخه د متاثرو کسانو زیاته برخه په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او هملته د مخدره موادو په استعمالولو اخته شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال جاوید احمد قایم امریکا غږ آشنا ته وویل، د ترسره شویو سرویګانو له مخې، د افغانستان څه باندې شپیته فیصده معتادین کلیوال خلک دي، چې اکثره یې د اپینو پر استعمال باندې روږدي دي.

هغه وویل "د معتادینو شمیره په کلیو کې له شپیتو فیصدو څخه لوړه ده، په ښارونو کې دا شمیره نسبتاً ټیټه ده".

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې نږدې سل فیصده کوکنار په کلیو او لرې پرتو سیمو کې کرل کیږي، چې د کلیو پر اوسیدونکو باندې یې ناوړې اغیزې پریښې دي.

د ښاغلي قایم پر وینا، کله چې خلک له کوکنارو څخه اپین ټولوي نو په غیر ارادي توګه پر اپینو روږدي کیږي، چې په کلیو کې د اعتیاد د زیاتیدو یو لوی لامل دی.

هغه دغه راز د ښارونو په پرتله په کلیو کې مخدره موادو ته آسانه لاسرسۍ، له اپینو څخه د درملو په توګه استفاده او د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی نور هغه لاملونه وښودل، چې په کلیو کې د اعتیاد د ستونزې له زیاتیدو سره مرسته کوي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه خلک په مستقیم او یا غیرمستقیمه توګه پر مخدره موادو روږدي دي، چې له دې شمیرې ۱.۴ میلیونه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې شاوخوا ۱۱۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې په یو کال کې د ۴۰زرو معتادینو د درملنې ظرفیت لري.

افغان حکومت وايي، چې د دغو مرکزونو د درملنې د ظرفیت د لوړولو هڅې روانې دي، تر څو د معتادینو د درملنې ظرفیت په یو کال کې تر ۴۵ زرو پورې لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG