د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۱۷ کې تر ۶۰۰ زره زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر میلادي کال کې د اروپا په ګډون له پاکستان او ایران څخه تر ۶۰۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې په کې په زور ایستل شوی او پخپله خوښه ستانه شوي کډوال شامل دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالم بلخي چې نن یې په کابل کې له اروپايي ټولنې سره د یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال رسنیو ته خبرې کولې وویل چې تېر کال له ایران او پاکستان څخه شپږ سوه زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

ښاغلي بلخي وویل "له دې مجموعې څخه یو شمېر بېرته راستانه شوي یې په اجباري ډول ایستل شوي، او پخپله خوښه راغلي زیات دي، فکر کوم چې زموږ له ګاونډیو ملکونو کېدای شي شل سلنه یې په اجباري ډول ایستل شوي وي".

ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې له اروپا څخه په تېر کال کې ۲۰۰۰ کډوال پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او ۸۰۰ یې په اجباري ډول ستانه کړل شوي دي.

ښاغلي بلخي همدارنګه وویل چې په تېر کال کې شپږ سوه زره کسان داخلي بې ځایه شوي دي چې د نورو کلونو پر پرتله دا کچه راټیټه شوې ده.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وویل د دغه هوکړه لیک له مخې به اروپايي ټولنه د ۱۳ میلیونو یورو په ارزښت د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې له بېرته راستانه شویو او بې ځایه شویو سره د مسلکي زده کړو، وړو کاروبارونو او نورو برخو کې مرسته وکړي.

د هغه پر وینا له دغه مرستې څخه به ۷۲۰۰ کسان ګټه پورته کړي چې ۴۰ سلنه به یې ښځې وي.

دغه مرستې به د کابل په ګډون به په بامیان، بدخشان، بلخ، تخار، نورستان، کندهار، لغمان، ننګرهار، هلمند، پروان او کونړ کې کډوالو او بې ځایه شویو ته ورسیږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په وینا دا هوکړه لیک د ۷۸ میلیونو یورو یوه برخه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې یې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې د مرسته کولو ژمنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG