د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د اسرائيل په هوایي بریدونو کې د ایراني پلوو ملیشو په ګډون اته تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي په سوریې کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې چې د پایتخت دمشق جنوب لوري ته شوي، د ایراني پلوو ملیشو په ګډون اته تنه پکې وژل شویدي.

د څار دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان دوشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اسرائیل دریو توغندیو د دمشق جنوب کې د سیده زینب په ولسوالۍ کې د حزب الله او ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو مرکزونه په نښه کړي.

ښاغلي عبدالرحمان ویلي چې درې وژل شوي د سوریې اتباع و چې یو پکې د یو ایراني افسر محافظ و ؛ دوه نور وژل شوي د حزب الله وسله وال و. هغه پدې هکله څه ونه ویل چې آیا پدې هوایي بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه.

د سوریې دفاع وزارت هم دا برید تائید کړی او ملامتي یې په اسرائیل اچولې.

دې وزارت په یوې اعلامیې کې چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپره کړې وه، په لومړي سر کې یې ویلي و چې پدې برید کې یو شمیر ایراني سلاکارن وژل شوي خو وروسته یې اعلامیه اصلاح کړه او د ایراني سلاکارانو برخه یې ترې لیرې کړله.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم په یو راپور کې ویلي چې د دمشق سیده زینب په سیمه کې د ایراني سلاکارانو په مرکز برید شوی او ملامتي یې په اسرائیل اچولې ده.

په خبري اژانس کې ندي ویل شوي چې آیا پدې برید کې ایراني سلاکاران وژل شوي که نه خو په سوریې کې د ایران سفیر حسین اکبر ویلي چې پدې برید کې ایراني اتباع یا سلاکاران ندي وژل شوي.


دا لومړی ځل ندی چې په سوریې کې د ایران په ګټو دا شان بریدونه کیږي. د تیرکال ډسمبر میاشت کې هم یو برید چې ملامتي یې په اسرائیل اچول شوې وه، د ایران د قُدس ځواکونو یو تر ټولو ستر نظامي قوماندان پکې وژل شوی و.

جنرال راضي موسوي د ۲۰۲۰ کال جنوري میاشتې راهیسې چې د قُدس ځواکونو مشر جنراق قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو، د دې ځواکونو تر ټولو جګپوړی نظامي افسر و چې په سوریې کې ووژل شو.

په یو بل برید کې چې د روانې میاشتې په ۲۰ مې دمشق سره نږدې وشو ۱۳ تنه پکې ووژل شول چې په سوریې کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د استخباراتو مشر هم پکې شامل و.

اسرائیل ډیر لږ وخت په سوریې کې د دې بریدونو په هکله تبصره کوي خو د ۲۰۱۱ کال راهیسې څو ځله په سوریې کې نه یوازې د هغو ملیشو مرکزونه ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی، بلکې د سوریې د پوځ مرکزونه یې هم په نښه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG