د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۲۰۲۱ کې له نیم میلیون زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، چې په روان میلادي کال څه باندې نیم میلیون افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوچا نن پنجشنبه د جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) ویلي چې د روان ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د جون تر دريمې نیټې پورې ۵۰۹۵۰۱ بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي.

دغې ادارې همداشان ویلي چې په دې موده کې کابو ۵۹۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له پاکستان او ۲۹ له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اوچا د معلوماتو په اساس په دې موده کې کابو ۱۵۰زره افغانان د جګړو او ناامنیو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

په تیرو نیږدې دوو لسیزو کې پاکستان او ایران نه هر کال سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدل خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو این ایچ سي ار) وايي چې په وروستیو کلونو کې افغان کډوالو په راستنیدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغې ادارې ویاند محمد نادر فرهاد وویل: "په تیرو دوو کلونو کې د کډوالو داوطلبانه راستنیدل د مختلفو دلیلونو له امله راکم شوي دي. زه د هغه چا په اړه غږیږم چې په ایران او پاکستان کې له اسنادو سره ژوند کوي. هغه کسان چې کډوال دي او نوم لیکنه یې شوې ده. مختلف دلایل لري، یو خو د کرونا وایروس خپریدل دي. بل دا چې دوی په خپله خوښه راستنیږي نو اوضاع ښه درک کوي‪".

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي چې د افغان کډوالو د راستنیدو چاره لا هم روانه ده.

د دغه وزارت ویاند او د مطبوعاتو مسول سید عبدالباسط انصاري وویل: "په ۲۰۲۰ کال کې له پيل نه تر پایه ۸۸۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي وو چې اکثره یې له ایران نه وو، بیا له پاکستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو نه. فعلاً په عادي شکل کې د کډوالو راستنیدل دوام لري‪".

د ښاغلي انصاري په وینا په دغو راستانه شویو کډوالو کې یو شمیر یې اسناد نه لري او په غیرقانوني ډول په نورو ملکونو کې اوسیدل.

افغانستان ته د قانوني داوطلبانه کډوالو راستنیدل داسې مهال راکم شوي، چې بل لورته یو شمیر افغانان له خپل هېواد څخه وځي او په کډوالۍ لاس پورې کوي. د داسې تلوونکو کډوالو کره شمیره نشته خو زیاتره یې لامل په افغانستان کې د جګړې دوام او اقتصادي ستونزې بولي.

XS
SM
MD
LG