د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو دوو میاشتو کې ۴۹زره افغانان د جګړو له امله بېځایه شوي ـ اوچا


عکس: ارشیف - هلمند ولایت کې بېځایه شوي کډوال
عکس: ارشیف - هلمند ولایت کې بېځایه شوي کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا (اوچا) وايي د ۲۰۲۱ په لومړیو دوو میاشتو کې ۴۹زره افغانان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

اوچا نن سې شنبه مارچ ۲۳ (وري ۳) ویلي چې یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په شمال، جنوب، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او ختیځو ولایتونو کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې یاد کسان د جګړو د دوام له امله بیرته خپلو اصلي سیمو ته نه دي ګرځېدلي.

د اوچا دفتر د معلوماتو په اساس د یادو کسانو ۲۰ سلنه یې د پاخه عمر نارینه، ۲۱ سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

هلمند، کندهار، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، بلخ، سر پل،سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې یو شمیر کورنۍ یې د جګړو له امله ورڅخه بېځایه شوي دي.

اوچا همدارنګه زیاته کړې چې په د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران هیواد څخه هم ۱۵۴زره او له پاکستان څخه ۱۶۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال تیره میاشت امریکا غږ ته وویل چې روان کال له ترکیې هیواد څخه هم ۳۰۰۳ تنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په ټوله کې په ۱۳۹۹ کال کې له ایران، پاکستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو څخه ۸ لکه او ۹۵زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته ګرځېدلې دي.

د یادو کسانو له ډلې یوازې ۸ لکه او ۴۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG