په جنوبي کوریا کې د اضطراري چارو مسؤلین وایي په پایتخت سیول کې د هالووین جشن د لمانځلو پر مهال په ټیل ماټیل کې چې ډیری پکې ځوانان راټول شوي و، ۱۴۶ تنه وژل شوي او د ۱۵۰ څخه ډیر ټپي شويدي.
چارواکو په محلي وخت یکشنبه اکټوبر اکټوبر ۳۰ (لړم ۸) ویلي چې پیښه د پایتخت سیول پداسې سیمې کې شوې چې د نڅا کلبونه او ساقي خانې پکې ډیرې دې او اکثریت د بهرنیو هیوادونو څخه سیلانیان او پخپله د جنوبي کوریا وګړي د چکر لپاره ورځي.
ځایي مطبوعاتو ویلي چې پدې سیمې کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان راټول شوي و او تر اوسه نده څرګنده چې ولې خلکو ټیل ماټیل وکړ.
د امریکا غږ یو خبریال چې د پیښې په ځای کې و، وایي چې په محلي وخت د یکشنبې د سهار تر ۳ بجو پورې هم خلک د ټیل ماټیل باوجود پداسې حال کې ولاړ و چې د بیړني وضعیت کار کوونکو کوښښ کاوه ټپي شوي او وژل شوي په امبولانسونو کې تر روغتونه ورسوي.
عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې خلک په لارو کوڅو کې داسې پراته ویل چې فکر کیده نشه به وي خو په حقیقت کې یا مړه اویا هم ټپي شوي و او د ولاړیدو توان یې نه درلود.
د جنوبي کوریا چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې پدې ټیل ماټیل کې څومره بهرنیان او څومره پخپله د دې هیواد اتباع مړه یا ټپیان دي ځکه چې د ډیرو کسانو سره د پیژندګلوۍ لپاره اسناد و او تقریباً ټولو یې د هالووین د جشن د لمانځلو لپاره ځانګړې جامې اغوستې وې.