د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې ۱۰۳ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شول


نږدې دوه اونۍ وړاندې د لوګر په ولایت کې د امنیتي اندیښنو له امله له سلو زیات ښوونځي تړل شوي وو.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د لوګر په ولایت کې د امنیتي اندیښنو له امله له سلو زیات ښوونځي تړل شوي وو.

د پوهنې وزارت وايي، د لوګر په ولایت کې د امنیتي ګواښنونو له امله ټړل شوي ۱۰۳ ښوونځي نن د چهارشنبې په ورځ ( زمري په ۳مه) بیرته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

د پوهې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو ۱۰۳ پرانیستل شوو ښوونځیو کې د انجونو او هلکانو ښوونځي شامل دي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې ویلي " دغه ښوونځي، چې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو له پیل سره سم تړل شوي وو، د لوګر د پوهنې ریاست، ولایت مقام، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو ذیدخلو اشخاصو په ملاتړ او هلو ځلو بېرته فعال او پرانېستل شول".

په پرانېستل شویو ښوونځيو کې به نن څلور نیم میاشتنۍ آزموینې پیل شي، چې د نورو ښوونځيو د اوړي رخصتیو تر پایه به دوام ومومي.

په تیره یوه میاشت کې د لوګر په ولایت کې د وسله والو مخالفانو له خوا په ښوونځیو باندې بریدونه ډیر شوي، چې له امله یې نږدې دوه اونۍ وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا دوه ښوونځي هم سوزول شوي دي.

د پوهنې وزارت د لوګر په ولایت کې پر ښوونځیو بریدونه د افغان امنتیتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیاتو ته یو ډول غبرګون ښيي او دا ګڼي، چې وسله وال مخالفان په دې ډول غواړي، چې پر طالب وسله والو پوځي فشار را کم کړي.

خو طالبانو په لوګر کې د دغې ډلې خوا د ښوونځیو د تړلو ادعا رد کړې ده او ویلي دي، چې طالب وسله والو ښوونځي نه دي تړلي.

په لوګر کې د دغو پرانیستل شوو ۱۰۳ ښوونځيو له ډلې ۶۳ یې د محمد آغې ولسوالۍ او پاتې نور د مرکز پل علم اړوند سیمو کې فعالیت کوي، چې شاوخوا ۴۹ زره نجونې او هلکان پکې پر زده کړو بوخت دي.

په افغانستان کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي، چې له امله یې په یو شمیر ولایتونو کې په لسګونو ښوونځي هم تړل شوي دي.

د پوهنې وزارت په افغانستان کې د ټولو تړل شوو ښوونځیو شمیر شاوخوا زر ښوونځي ښيي، خو د دغه وزارت د خپرونو رئیس محمد کبیر حقمل وايي دا شمیر کله له زرو ښکته او کله هم شاوخوا یوولس سوو ښوونځیو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG