د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قوماندان: په افغانستان کې نور پوځي روزونکي پکار دي


په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو قوماندان وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پکار ده چې اضافي نظامي سلاکاران افغانستان ته واستول شي.

د پوځ دغه ډګرمن جان سانډور چې په 201 سیلاب قول اردو کې د افغانستان ملي اردو ته سلا مشورې ورکوي، وایي هغوي اضافي روزونکي د دې لپاره غواړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د لواګانو په سطحه وروزي.

د امریکا د دفاع وزارت هم د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نه غوښتي دي چې د څلورو زرو په شاوخوا کې اضافي امریکايي عسکر دې افغانستان ته ولیږي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د پوځ سلاکار دا خبره په داسې وخت کې کړیده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څو ساعته وروسته د افغانستان په هکله خپله نوي تگلاره اعلانوي.

داسې اټکل کیږي چې پینټاگان به په دی کې کامیابه شوی وي چې ولسمشر ټرمپ په دی قانع کړي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ پخوا د افغانستان د جگړې په هکله خپله ناخوښي څرگنده کړیده او په پرله پسې توگه یې ویلي دي چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي قواوو د حضور په هدف ځان پوهه کړي.

XS
SM
MD
LG