د مراکش د فوټبال لوبډله لومړۍ لوبډله شوه چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوارټر فاینل ته ووتله.
مراکش د ۱۶ غوره لوبډلو په مرحلې کې د کاناډا لوبډلې ته درې-صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه د متحدو ایالتونو د تکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې وشوه.
د مراکش لوبغاړي عزالدین اوناحي دوه ګولونه او بل لوبغاړي سفیان رحیمي یو ګول وواهه.
د ۱۶ غوره لوبډلو مرحله نن شنبه (جولاۍ څلورمه) پیل شوه او دویمه لوبه یې د فرانسې او پاراګوای ترمنځ ده.
فورم \ دبحث خونه