د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د روسیې پر پلازمینه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

د روسي چارواکو په وینا، ددغه هېواد په پلازمېنه مسکو او شاوخوا سیمو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، څه باندې ۱۶۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې شوې دي، چې شاوخوا ۴۵۰ یې د مسکو په لور توغول شوې وې.

د بریدونو له امله د مسکو د تېلو یوې مهمې تصفیه‌خانې او د استوګنې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د روسیې د پارلماني ټاکنو وروستۍ ورځ وه.

روسي چارواکو ادعا کړې چې د برید هدف د ټاکنو ګډوډول و، خو اوکراین په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

بلخوا د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې راپور ورکوونکې ویلي، روسیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له خپلو پولو بهر د حکومت پر منتقدینو د څار، ګواښونو او غچ اخیستنې کمپاین پراخ کړی دی.

د روسیې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ماریانا کاتزاروا د دوشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۱مه په ژنیو کې د بشري حقونو شورا ته وویل چې د روسیې له لوري د بهرنیو منتقدینو پر وړاندې د ځپنې پېښې د دغه هېواد له بشپړ پوځي یرغل وروسته زیاتې شوې دي.

د کاتزاروا د نوي راپور له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د روسیې د پولې هاخوا د ځپنې ۲۹ پېښې ثبت شوې وې، خو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ دا شمېر ۸۹ پېښو ته لوړ شوی دی.

کاتزاروا وايي، په دغو اقداماتو کې د وژنې هڅې، بریدونه او مسمومول شامل دي، خو په وروستیو کلونو کې د نیولو امرونه، ډیجیټلي سیستمونه، بانکي محدودیتونه او د نورو هېوادونو د ادارو له لارې فشار هم زیات شوی دی.

د هغې په وینا، د روسیې د اقداماتو هدف یوازې سیاسي مخالفان نه دي؛ بلکې د جګړې مخالف کډوال، خبریالان او نادولتي سازمانونه هم په نښه شوي دي.

کاتزاروا له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هېوادونو له پولو بهر د سیاسي ځپنې د مخنیوي او د ورته پېښو د حل لپاره یو نړیوال کنوانسیون رامنځته کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG