د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ته د داعش د کورنیو ستنېدو خلک اندیښمن کړي


د الهول په کمپ کې شاوخوا ۶۰ زره کسان پراته دي چې خپل خپلوان یې د داعش پخواني غړي دي.

د عراق د موصل د ښار اوسیدونکي وروسته تر هغه وترهېدل چې د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول د کمپ نه شاوخوا ۹۰ کورنۍ چې څه باندې ۳۰۰کسان و، د سه شنبې په ورځ دغه ښار ته ستانه شول.

د الهول کمپ د کردي وسله والو په لاس کې دی. په کمپ کې تر ۶۰زرو ډیر کسان ژوند کوي او دا لومړي ځل دی چې د دې کمپ نه عراقي کورنۍ بېرته هیواد ته ستنیږي.

دغه کسان د عراق د حکومت او نړیوالو ائتلافي ځواکونو تر منځ چې د جهادي ډلو په خلاف جګړه کوي، د موافقې پر اساس عراق ته ستانه شویدي.

خو موصل ته د دې کسانو ستنېدو چې شک پرې کيږي ښایي د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې سره اړیکې ولري، د دې ښار خلک اندیښمن کړي ځکه دا ښار د دریو کلونو لپاره د داعش لخوا د اعلان شوي "خلافت " مرکز و.

داعش په موصل کې شرعي احکام په جدي توګه عملي کول. په موسیقۍ او سګرټ څکولو یې بندیز لګولی و او هغوي چې د قوانینو نه یې سرغړاونه کوله، د خلکو په وړاندې یې سرونه پرې کیدل او نورې سختې سزاګانې ورکول کیدې.

د عمر په نامه ۲۸ کلن پخوانی عسکر چې پلار یې داعش وژلی، وایي موصل ته د دې کسانو د راتګ سره په بشپړه توګه مخالفت لري.

هغه وایي، " زمونږ راتلونکې به خطرناکه او تیاره وي ځکه چې جهادي پلوي کسان به زمونږ سره نږدې ژوند کوي".

XS
SM
MD
LG