د لاس رسي وړ اتصالات

د الیکسي ناوالني جسد د هغې مور ته وسپارل شو


د ناوالني میرمن وایي د روسیې چارواکو هڅه کوله خاوند یې په زندان کې خښ کړي خو د هغه یو نږدې سلاکار د شنبې په ورځ وویل چې مړی یې مور ته سپارل شوی.
د ناوالني میرمن وایي د روسیې چارواکو هڅه کوله خاوند یې په زندان کې خښ کړي خو د هغه یو نږدې سلاکار د شنبې په ورځ وویل چې مړی یې مور ته سپارل شوی.

د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر ټولو سر سخت مخالف الیکسي ناوالني مړی شنبه فبروري ۲۴ (کب پنځمه) د هغې مور ته وسپارل شو.

د ښاغلي ناوالني فساد ضد مبارزې څانګې مشر ایوان ژاندوف د ټیلګرام په شبکې کې دا خبر تائید کړي او د ټولو هغو کسانو څخه یې مننه کړې چې د روسیې چارواکو څخه یې غوښتي و، په زندان کې د مړ شوي ناوالني مړی دې د هغه مور ته وسپارل شي.

د مړي تر سپارل کیدو وړاندې د ناوالني میرمن یولیا ناوالني د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین تور لګولی و چې د مسیحانو په مذهب ملنډې وهې ځکه کوښښ یې کاوه د ناوالني په مور دا ومني چې په پټه د خپل زوی جنازه وکړي.

میرمن ناوالني په یوې ویډیويي پیغام کې ویلي و چې چارواکي "په واقعي توګه" د ناوالني مور شکنجه کوي ځکه هغوي ګواښ کړی و چې دی به د شمالي قطب په زندان کې خاورو ته وسپاري.

د ناوالني میرمن ویلي چارواکو ورته ویلي و چې د پریکړې کولو لپاره ډیر وخت نلري ځکه چې د مړي بدن مخ په خرابیدو دی او دوي غوښتل د زندان په شاوخوا کې یې خښ کاندي.

هغې پدې ویډیویي پیغام کې ویلي و، "د میړه جسد مې راکړئ. تاسو هغه په ژوندانه وربړاوه او اوس یې مړی هم ربړوئ. تاسو د مړي په پاتې شوني ملنډې وهئ".

الیکسي ناوالني چې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین یو تر ټولو سر سخت مخالف و او ۴۷ کاله عمر یې درلود د روانې فبروري میاشتې په ۱۶ مې د شمالي قطب یو زندان کې مړ شو. سلګونو کسانو په روسیې کې دننه په آنلاین بڼه د هغه په یاد مراسم جوړ کړي و او ځینو کسانو مظاهرې هم وکړلې چې وروسته چارواکو ونیول.

د « OVD-Info» په نوم د بشري حقونو یو سازمان، چې د سیاسي‌ خلکو نیول ثبتوي‌ او حقوقي مرستې کوي، وویل چې د روسیې پولیسو په لسګونو ښارونو کې ۴۰۱ کسان نیولي دي.

د دغه راپور په اساس، د روسیې د سنټ پرس په ښار کې ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو د ګریګوري میخانوف په نوم د کلیسا یو مذهبي مشر او پادري‌ هم دی، ده د ناوالني د یاد د مراسمو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو. پولیسو میخانوف د اعتراض په جوړولو تورن کړ، خو د مغزي سکتې له کبله وروسته روغتون ته انتقال او بستر شو.

د سنټ پیټرسبرګ د محکمې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه یې ۴۲ تنو ته د یوې ورځې څخه نیولې تر شپږو ورځو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده. په مسکو کې بیا حد اقل شپږ کسان په ۱۵ ورځو بند محکوم شوي.

سره لدې چې په روسیې کې چارواکي وایي د ناوالني مړینې په هکله پلټنې کوي خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یې د مړینې ملامتي د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین اچولې.

د ناوالني میرمن هم د شنبې په ورځ وړاندې تر دې چې د خاوند مړی یې مور ته وسپارل شي، پوتین یې د خپل خاوند د مړینې مسؤل وباله.

یولیا ناوالني وویل، " هیڅ ریښتینی مسیحي به هغه څه ونکړي لکه پوتین یې چې زما د خاوند جسد سره کوي. تاسو (پوتین) به د هغه په مړي څه وکړئ؟ تاسو څنګه په هغه کسان ملنډې وهئ چې مړ مو کړ".

د ناوالني له مړینې وروسته یو شمېر اروپايي حکومتونو روسي ډیپلوماټان احضار کړل او د کریملین د دغه سخت مخالف د مړینې له کبله یې پر هغوی نیوکې وکړې. په ورته وخت کې جرمني پر شپږو روسي چارواکو بندیزونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG