د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې موټربم برید لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي


چارواکي وايي په دغه برید کې ۴۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې لویه برخه یې ولسي وګړي دي.
چارواکي وايي په دغه برید کې ۴۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې لویه برخه یې ولسي وګړي دي.

د ننګرهار په ولایت کې چارواکي وايي د شنبې په ورځ اکتوبر درې (تلې۱۲) غرمه د غني خېلو ولسوالۍ د ودانۍ باندې یو موټر بم برید شوی، شاوخوا ۱۵ کسان پکې وژل شوي او ۴۰ نور زخمیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بریدګر «مازدا» ډوله موټر د ولسوالۍ د ملي امنیت له یو «ټاور» سره جنګولی دی.

د خوږیاڼي په وینا په وژل شویو کسانو کې د امنیتي ځواکونو دوه منسوبین او ۱۳ ملکي وګړي شامل دي.

هغه زیاته کړه چې یو شمېر نورو بریدګرو غوښتل چې له چاودنې سره هم‌مهاله وسله‌وال برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو وژلي دي.

د پېښې یو عیني شاهد عزیز خان امریکا غږ ته وویل چې د ولسوالۍ له ودانۍ سره څېرمه یو خصوصي ښوونځی موقعیت لري او برید د زده کوونکو له رخصتېدو سره سم شوی دی.

د عزیز خان په وینا د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.

په سیمه کې بل عیني شاهد سید قیوم وویل لسګونه کسان یې لیدلي چې ټپیان وو او روغتونونو ته یې روان کړي وو.

د برید مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

دا برید داسې مهال کیږي چې په قطر کې له څو اونیو راهېسې د طالبانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیمونو د سولې خبرې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG