د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې ماین چاودنې ۱۴ ولسي وګړي وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکندي ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه چاودنه نن سې شنبه سپټمبر ۲۹مه (تلې اتمه) سهار د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ په «دشت سلیمان اباد» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې اووه ښځې، پنځه ماشومان او دوه نارینه شامل دي.

هغه ویلي چې یاد کسان په یو فلانکوچ موټر کې سپاره وو چې د سړک غاړې ماین چاودنې ورباندې شوې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې ماین چاودنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ماین چاودنې له امله ملکي وګړو ته دغه درنه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي چې په دغه هیواد کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د تاوتریخوالي د پېښو په دوام تیره اونۍ له دایکندي سره په ګاونډي ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا د طالبانو برید ۲۸ پولیس ووژل شول.

د تیرې شنبې په ورځ ناوخته بیا د دایکندي په بل ګاونډي ولایت بامیان کې د چارواکو په وینا د طالبانو برید کې ۹ افغان سرتیري ووژل شول.

د افغان حکومت په ګډون، ګڼو نړیوالو بنسټونو د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د کمولو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالبانو په ګډون پر وسله والو ډلو غږ کړی و چې د ړندو ماینونو له ځای پر ځای کولو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG